تازه خبرونه

خېبرپښتونخوا کښې منزل واټر کمپنو له لوري غير معياري او صحت لپاره نقصاني اوبه خرڅولو انکشاف

د خیبر پښتونخوا وزيرخوراک ظاهرشاه طورو غيرمعياري اوبو په خرڅ بنديز او په دې کمپنو درنې جرمانې د لګولو هدايت کړېدے
خېبرپښتونخوا بازارونو کښې صحت لپاره نقصاني اوبه خرڅيدو انکشاف شوے

خېبرپښتونخوا کښې د مختلف برانډونو منرل واټر کمپنۍ په اولس غير معياري او د جراثيم نه ډکې اوبه خرڅوي

د خیبر پښتونخوا صوبائي وزير خوراک ظاهرشاه طورو مشرۍ کښې اعلي پائې اجلاس شوېدے چې پکښې د صوبې په مارکيټونو او بازارونو کښې بوتلو کښې خرڅيدونکي اوبه د معيار جائزه اخستي شويده ۔ د اجلاس په مهال د کے پي فوډ سيفټي او حلال فوډ اتهارټۍ ډائريکټر جنرل صوبه کښې د اوبه ټيسټ کولو د مهم  رپورټ صوبائي وزير ته وړاندې کړې او هغه ورته ئې تفصيلي بريفنګ ورکړېدے ۔ بريفنګ په مهال صوبائي وزير ته وئيلي شويدي چې په دوکانونو او سټورونو بوتلو کښې خرڅيدونکي اوبه کښې خواؤ شا ۶۰ فيصده اوبه صحيح او معياري دي ولې   ۴۰ اعشاريه ۳۰ فيصد اوبه صحت لپاره نقصاني دي ۔ د فوډ سيفټې ادارے ډي جي وينا وه چې د اوبو ټيسټ کولو دا مهم  دريويشتم اګست نه تر نولسم ستمبر پورې جاري وو دې دوران  فوډ ټيسټنګ ليبارټرۍ کښې د مختلف منرل واټر کمپنو د اوبو د ۱۵۶ نمونو ټيسټ شوي وو۔ بريفنګ دوران انکشاف شوېدے چې د بوتلو په دې اوبو کښې خطرناک جراثيم  او کيميائي اجزا موندلي شويدي کوم چې د صحت لپاره ډير نقصاني دي ۔  صوبائي وزير ته دا هم وئيلي شويدي چې د مهم دوران د واټر سورس د ۵۶  نمونو هم چيکنګ  شويدي چې پکښې ۲۷ نمونې د صحت لپاره نقصاني او غير معياري ثابت شويدي ۔ اجلاس ته وينا په مهال وزير خوراک په مارکيټ کښې غيرمعياري اوبه خرڅونکي کمپنو باندې جرمانه لګولو او د دې کمپنو اوبه مارکيټ کښې نه خرڅولو هدايت کړېدے ۔  صوبائي وزير په دې موقع ووئيل چې تر څو دې کمپنود اوبو پراسيسنګ سسټم  صحيح کړي نه وي مارکيټ او بازارونو کښې د دوي په مصنوعات به مکمل پابندي وي او مارکيټ کښې موجود د دې کمپنو سټاک په فوري توګه اوچتولو حکم ئې کړېدے ۔

Related Articles

د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې عمر علي او صادقه بي بي شامل دي، چې سمدستي د ډي‌اېچ‌کيو روغتون خار ته ولېږدول شول، هلته ورته درملنه روانه ده

April 16, 2026

د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مهمه بولي چې له ایران سره د اړیکو بهیر د پاکستان له لارې روان وساتل شي، او همدا تګلاره عملي کېږي. هغوی ویلي چې له ایران سره خبرې روانې او نتیجه ورکوونکې دي

April 16, 2026

ګورو اریا په خپل بیان کې ویلي: “موږ د اسراییلو ریښتیني وروڼه یو او غواړو چې اسراییل پر لبنان ۱۰۰ او پر غزې ۵۰ بمونه وغورځوي”، چې شنونکو دا څرګندونې ښکاره تیری او د تاوتریخوالي ملاتړ بللی دی

April 16, 2026

ختیځ افغانستان: قبایلي مشرانو د کابل حکومت په تېرولو له پاکستان سره مستقیم تماس نیولی، او له دوو میاشتو وروسته مهمې لارې بېرته پرانېستل شوې

April 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *