تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا په کابینه کې لوی بدلونونه شوي

د خیبر پښتونخوا د کابینې په یو شمیر څوکیو کې بدلونونه شوي او په وزارتونور عوامي نمایندګان ټاکل شوې دي
د خیبر پښتونخوا صوبایی وزیر پختون یار ته دسپورټس وزارت سپارل شوې دې

د خیبر پښتونخوا وزیراتعلیم فیصم ترکي له استعفا وروسته ارباب عاصم د ایملیمنټري او سیکنډری تعلیم لپاره ځانګړې معاون ټاکل شوې

پېښور : د خیبر پښتونخوا په صوبایي کابینه کې لوی بدلونونه اعلان شوي دې، د بدلونونو په اړه یوه سرکاري اعلامیې خپره شوې ده

د باجوړ منتخب شوي ایم پی اے حمید الرحمان د وزیراعلی ځانګړی معاون ټاکل شوی، ارباب عاصم د ایلیمینټري او سېکنډري تعلیم لپاره ځانګړی معاون وټاکل شو. دا نوی قلمدان هغه ته د وزیر تعلیم فیصل ترکۍ له استعفا وروسته ورکړل شوې دې.

صوبایي وزیر خلیق الرحمان ته د صحت وزارت وسپارل شو ، اعلامیې ترمخه صوبایي وزیر فضل شکور ته د سیاحت (تورازم) وزارت وسپارل شو او د وزیراعلی ځانګړی معاون ډاکټر امجد په بشپړ وزیر بدل شو، مشیر زاهد چن زیب ته د مزدورۍ (لیبر) وزارت وسپارل شو، صوبایي وزیر پختون یار ته د لوبو (سپورټس) وزارت وسپارل شو. د اعلامیې ترمخه د لوبو وزیر فخر جهان ته د پبلک هیلت انجینیرنګ وزارت ورکړل شو او د د صحت مشیر احتشام علي ته د اېکسایز وزارت وسپارل شو .

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *