تازه خبرونه

کوټه – د حالی سړک پر پشین سټاپ نږدې نن زورور ځانمرګی برید، په برید کې پینځه کسان له منځ تلی او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

د سول روغتون مشر ډاکټر عبدالهادي ترمخه روغتون ته د پیښې ځایه ۵ مړي او له ۲۰ شلو زیات ټپیان راوړل شول چې عام وګړي دي.

 پولیسو د پیښې پخلې کړې او ویلي ی دي چې د پیښو سمدستي وروسته د ژغورنې ادارې ریسکیو ډله سیمې ته رسیدلې ده ، مړي او ټپيان ی روغتون رسولي ، پولیس وایی چې د چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.

د وزیراعلیٰ بلوچستان غبرګون

د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د برید په سختو ټکو غندنه وکړه او ویې ویل چې د پېښې وروسته امنیتي ځواکونو چټک او اغېزمن غبرګون وښود او ټول ترهګر یې له منځه یووړل.

هغه د شهیدانو له کورنیو سره د همدردۍ او د هغوی د درجاتو د لوړوالي دعا وکړه .

رسنیو ته داسې انځورونه ترلاسه شوي چې پکښې ځانمرګري بریدګر چې د چاودیدونکو موادو ډک واسکټونه ی اغوستي  او وسلې هم ورسره په لاس دي په زمکه مړه پراته دي، سرچینې وایی دوی غوښتل سرکاري ودانې ته ننوځی خو له امنیتي اهلکارو له لوري په بریالیتوب سره په نښه شول او له منځه یوړل شول.

په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان

د روغتیا وزارت ویاند ویلي چې د کوټې د برید له امله په سول روغتون، بی ایم سي او ټراما سنټر کې بیړنی حالت نافذ شوی دی. ټولو ډاکټرانو، کنسلټنټانو، نرسانو او پیرا میډیکل سټاف ته د حاضرېدو امر شوی دی.

برید د “الہندوستان” ډلې لخوا شوی

د امنیتي سرچینو په وینا، برید د هندي پراکسي ډلې الهندوستان لوري شوې، وایی چې برید د موټر بم ځانمرګي برید په توګه ترسره شوې دې، لومړې یوسوزوکي موټر چاودنه وکړ او ورپسې څلور وسله والو هڅه وکړ چې د ایف سي مرکزي دفتر ته ننوځي خو له دې وړاندې په نښه شول او د ځواکونو له لوري تود غبرګون سره مخ شول او له منځه یوړل شو، سرچینو تاید کړې چې دوه د ایف سي ځواک اهلکار هم ټپیان شوي دي، سرچینې زیاتوي چې ځانمرګي برید د ایف سي ځواکونو په یونیفورم کې وو.

امنیتي سرچینو ویلي دي چې د فتنه الهندوستان بریدګرو به کله هم په خپلو مقصدونو کې بریالي نه شي او دوی به له منځه یوړل شي.

 لنډي کوتل کې یو تن په ډزو اوویشتل پاک افغان بارډر سره نزدې د لڼدي کوتل تحصیل په مرکزي بازار کې د ډزو پیښه شوې، یو ځایی تن امیرالله افریدي له مخالف ګروپ له لوري په ډزو اوویشتل شو، سرچینې وایی چې هغه په ټپي حالت کې روغتون ته رسولې دې، سرچینې وایی چې د دواړو ګروپونو ترمینځ کاروباري شخړه وه