ډارک ویب کې فعال یو هیکر د هند د استخباراتي ادارې را او په خیبرپښتونخوا کې د وسلهوالو ډلو ترمنځ د مبینه اړیکو په اړه د اسنادو ادعا کړې، چې د پاکستان په سیاسي او امنیتي کړیو کې یې سختې اندېښنې راپورته کړي دي. هیکر د دغو مبینه محرم اسنادو په بدل کې ۵۰۰ زره بټ کواین غوښتي، چې ارزښت یې په اربونو روپیو حسابېږي.
د ادعاوو او لومړنیو اسنادو څرک
د هیکر په وینا، د بشپړ موادو خپرولو نه مخکې به څو بېلګې د ثبوت په توګه خپرې شي تر څو یې کرهوالی وڅېړل شي. خپور شوی لومړنی سند د خیبرپښتونخوا د یوه سیاسي مشر په اړه دې،د هند را سره د اړیکو په اړه خبرې کوي. چې
د پي ټي ایی په مشر یو لوی تور
په دغو اسنادو کې د پاکستان تحریک انصاف د ملي اسمبلۍ غړی **اقبال آفریدي** یاد شوی. ادعا شوې چې نوموړی مبینه توګه د را له کارکوونکو سره په اړیکه کې پاتې شوی او د وسلهوالو ډلو په تګ راتګ او فعالیتونو کې یې اسانتیاوې برابرې کړې دي خو تر اوسه د دغو ادعاوو خپلواکه تصدیق نه دی شوی.
د اقبال آفریدی تردید
په دغو ټولو تورونو د اقبال آفریدی ځواب دا و، چې په کلکه یې رد کړل. نوموړي د ایچ ټي این له خبریال سره په خبرو کې وویل چې دا ټول تورونه بېاساسه دي او یوازې یې د بدنامولو لپاره خپرېږي.
د تاوان لویه غوښتنه
هیکر د **۵۰۰ زره بټ کواین** غوښتنه کړې، چې د تاریخ له تر ټولو درنو سایبري تاوانونو څخه ګڼل کېږي. شنونکي وايي، دومره ستر رقم ځینې وخت یوازې د پام رااړولو او فشار زیاتولو لپاره هم کارول کېږي. سره له دې، دغه ادعا د پاکستان لپاره د حساسې موضوع په توګه ګڼل کېږي.
امنیتي او سیاسي اغېز
په خیبرپښتونخوا کې د تېرو کلونو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلو فعالیتونه د پاکستان لپاره ستره ننګونه پاتې شوي. په داسې حال کې د یوې سیاسي څېرې د یوې بهرني استخباراتي ادارې سره د اړیکو تورونه نه یوازې سیاسي کړکېچ زیاتوي، بلکې د ولس باور ته هم زیان رسولای شي. شنونکي وايي، که څه هم دا تورونه لا تر اوسه تصدیق شوي نه دي، خو د دې موضوع په اړه بحث به حتماً په پارلمان، رسنیو او ولسي کچه تود شي. .
د پاکستان دریځ او سیمهییز پس منظر
پاکستان له وړاندې څو ځله د هند په استخباراتي اداره را تور پورې کړې چې دا اداره د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ناامنۍ کې لاس لري، د اسلام آباد دریځ دادې چې هند د پاکستان د بی ثباته کولو لپاره وسله والو ډلو ته مرسته ورکوي خو نوې ډیلي دغه تورونه په کلکه رد کړي دي خو په داسې حال کې ددې ډارک ویب باندې د اسنادو افشا کیدل به د پاکستان په سیاسي او امنیتي میدان کې یو نوې بحث او څیړنه رامنځته کړي.
د ډارک ویب رول
ډارک ویب هغه پټ ځایونه دي چېرې چې ډېری وخت محرم او ناقانونه مواد خرڅول او اخستل کیږ. د ریاستي حساسو اسنادو د پلور یا افشا کېدو پېښې مخکې هم لیدل شوي، خو د هغوی تصدیق تل ستونزمن وي. اوسنی حالت یو ځل بیا دا څرګندوي چې سایبري جګړه او استخباراتي لیکونه د سیمې پر امنیت مستقیم اغېز لري.
راتلونکی څه کېدای شي؟
تر اوسه دا نه ده روښانه چې د هیکر په واک کې شته مواد رښتیا هم کره دي او که یوازې د فشار راوړلو یوه تګلاره ده. تمه ده چې د پاکستان امنیتي ادارې به سمدستي پلټنې پیل کړي او که دا پلټنې ریښتیا تاید شي نو باید ککړو لاسونه ته سخته قانوني سزا ورکړل شي. ډارک ویب دغه ادعا دا ښکاره کوي چې په پاکستان غوندې حساسو سیمو کې سایبري سپیس د نوې جګړې ډګر ګرځېدلی. دا موضوع یو ځل بیا پوښتنې راپورته کوي چې پاکستاني سیاسي او امنیتي ادارې دا نوې راټوکېدونکې ننګونه څنګه اداره کولای شي. دا مهال، موضوع لا هم غیرمصدقه خو بېسارې جدي ده، چې راتلونکو ورځو کې به د هېواد پر سیاست او امنیتي بیانیه ژور اغېز ولري
نورخبرونه