تازه خبرونه

افغان دولت امريکائي تبعه امير اميري د زندان څخه آزاد کړېدے

د امريکائي قيدي د خلاصون لپاره او افغان چارواکو سره خبرو لپاره د صدر ټرمپ خصوصي استازي اډم بولر کابل ته راغلې وو

1 min read

مریکا سره اړيکې ښه کولو لپاره افغان حکومت يو بل امريکایی وګړې د زندان څخه آزاد کړېدے

د امریکا صدر ټرمپ لوري د هغه ځانګړي استازې افغان چارواکو سره خبرو وروسته فغان دولت امريکایی وګړې آزاد کړې

September 29, 2025

 افغان د بهرنيو چارو وزارت له لوري جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د کابل په دوره راغلي د بنديانو په چارو کښې د امريکائي صدر ډونلډټرمپ خصوصي استازي اډم بولر او د امريکې پلاوي د  بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ليده کاته کړيدي ۔ دملاقات په مهال د امريکې او افغانستان اړيکو،د قيديانو تبادله او په نورو مهمو موضوعاتو خبرې شويدي ۔ په دې موقع افغان وزير مولوي امير خان متقي ووئيلي چې اسلامي امارت د امیر امیري په نوم امریکايي تبعه د بند څخه ازاد کړېدے ۔ د افغان بهرنيو چارو وزير وينا وه چې اسلامي امارت د اتباعو مسائلو ته په سياسي زاويه نه ګوري او غواړو چې امريکه بشمول ټولو هيوادونو سره د ډیپلوماسۍ د لارې د مسائلو حل راوباسو د امریکايي تبعه د خوشې کولو ګام  هم په دې  برخه کښې د مثبت پرمختګ لپاره پورته کړي شوي وو۔ امير خان متقي د دواړه هيوادونو ترمينځ د قيديانو تبادله کښې د قطر حکومت کردار ستائيلي دے او د دوي شکريه ائې ادا کړيده۔ 

امريکائي استازي د امريکايي تبعه د بند نه آزادولو په حواله د افغان حکومت د پريکړې هرکلې کړېدے او دا ئې دواړه هيوادونو اړيکو پراختيا لپاره مثبت پرمختګ بللي دے ۔ 

اډم بولر د دواړو هيوادونو ترمينځ د مذاکراتودا جاري سلسله ګټه ور ګرځولي ده او هيله ئې څرګند کړېده چې د خبرو اترو د لارې  ټول مسائل او کشالې هواريدې شي ۔

په اسلامي امارت امريکائي دباؤ کښې اضافه اسلامي امارت په داسې مهال امريکائي تبعه امير اميري د زندان څخه رها کړېدے چې امريکني صدر ډونلډ ټرمپ څو وارې خپل بياناتو کښې وئيلي دي چې افغانستان او د نړۍ نورو ملکونو کښې قيد امريکائي وګړي به هر حال کښې د دې ملکونو څخه آزاده وي او په دې سلسله کښې د طاقت د استعمال دهړکه ئې هم ورکړيده ۔ ياده دې وي چې نهه ورځې مخکښې هم  اسلامي امارت د برطانيې وګړې  پيټر رېنولډز او د هغه کور ودانې  باربارا  خواؤ شا اته  مياشتې په زندان کښې ساتلو وروستو آزاد کړي وو ۔ د برطانيې وګړو آزادلو کښې هم قطر دولت د دريم ګړي هيواد کردار ادا کړې وو ،سرچيني وائي چې د برطانيې وګړو د خلاصون فيصله اسلامي امارت د امريکې په دباؤ کړي وه ۔ د ټولو قيديانو او يرغمال کسانو د آزادولو لپاره اډم بولر اوسه پورې د افغانستان درې دورې کړيدي،سفارتي ماهرينو ترمخه د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ لخوا باګرام هوائي ډګر دوباره د طالبانو نه واپس اخستو او دلته پوځ تعيناتۍ د اعلان او پريکړو څخه وروسته په افغان طالبانو فشار سيوا شوېدے هم دغه وجه ده چې دوي امريکائي تبعه امير اميري هم د ټرمپ په مطالبه د زندان څخه آزاد کړېدے،امريکائي حکومت په دې کوشش کښې دے چې د اسلامي امارت سره قيد افغان نژاد امريکائي وګړې محمود حبيبي دې هم د زندان څخه آزاد کړي شي ولې اسلامي امارت د محمود حبيبي په افغانستان کښې د موجودګۍ يا قيد کولو ټول تورونه رد کړيدي او وئيلي ئي دي چې د هغه په بابله هيڅ معلومات نه لرو ۔

نورخبرونه

روس د نړۍ لومړې هیواد شو چې د افغانستان اسلامي امارت ی په رسمې توګه اوپیژندل

Related Articles

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

په افغان چارواکو به د مالي او سفری بندیزونو نوې تګلاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د وسلو پر لېږد هم بشپړ بندیز لګوي

December 6, 2025

د افغان طالبانو مخالف ګروپ این ایم ایف دعوی کوی ډرون او زمکنی برید د هند د استخباراتو په مرسته په دوه‌ پړاوو کی پلان شو ې و

December 6, 2025

د مردان او سوات سی ټی ډی ټیم او نوښار پولیسو استخباراتي عملیات ترسره کړل؛ سختې نښتې وروسته د انتخاب عالم ډلې یو مهم کمانډر له منځه وړل شوی، وسلې هم نیول شوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *