تازه خبرونه

 افغانستان بیا جوړیږي، د افغان کډوالو کورنیو خپل هیواد ته راتګ دوام لري: افغان چارواکي

هره ورځ افغانستان ته د بیله بیلو لارو افغان کورنۍ واپس دې هیواد ته راستنیږي او دوی سره بشپړه مالي مرسته کیږي: افغان چارواکي

1 min read

هغه افغان کورنۍ چې په پاکستان کې له خپلو کورونو راوتلي او افغانستان لور ته سفر پیل کړي،له سرحدونو تړلو وروسته له سختو ستونزو سره مخ دی

پرون شنبې راهسي په سرحدونو افغانستان ته واپس تلونکو افغان کورنیو واپسي هم اغیزمنه شوې ده

September 27, 2025

د افغانستان اسلامي امارت حکومت په هیواد کې د افغان کډوالو دې هیواد ته د واپس راتللو لپاره او دې افغن کورنیو سره د مالي او نور انساني مرستو لپاره یوه اړوند اداره جوړه کړې ، دا اداره به خپله ورځني راپور کې وایی چې د د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۳ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي .

دا اداره په راپور کې وایی چې د  اسلام کلا له لارې (۱۵۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۷۱) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي ، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۴۸) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۸۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

 د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۶۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۱)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۹۰۵)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۱)کورنیو سره مجموعًا (۳۹۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده ، د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۶۸)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي. 

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. 

 د سپین بولدک له لارې (۳۷۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۴۷)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، له سپین بولدک څخه (۱۹۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۸۹)تنه و، کندهار، هرات، زابل،  اورزګان، نیمروز، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۱۶۵۹۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

 مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۸۰)کورنیو سره مجموعًا (۳۲۱۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۵۹۴۲)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.  

مخابرات: په تخته پل کمپ کې مهاجرینو ته (۳۷۲)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي. 

 د تورخم له لارې (۵۴۶)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۳۲۷۶)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي، له تورخم څخه (۶۱۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۳۶۸)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۸۳۲۴۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۶۱)کورنیو سره مجموعًا (۶۲۶۶۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۵۶)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. 

 د بهرامچې له لارې (۹۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۵۲)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي،  د هلمند له بهرامچې څخه (۶۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۹۱)تنه و، دیشو، بینادر، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۹۹۵۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰۶)کورنیو سره مجموعًا (۹۵۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

 له کابل څخه (۴۰۷)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۵۶)تنه و، کندوز، بلخ، بغلان،  لوګر، غور، جوزجان، تخار، کاپیسا، پروان، ډایګنډي، سرپل، ننګرهار، کندهار او پکتیا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۵۷۳۶۵۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

د افغانستان اسلامي امارت په خپور راپور کې وایی چې د جمعې په ورځ افغانستان ته واپس راتلونکې کورنیو په اړه د  ټولو کمیټو بشپړ راپور لاندې ورکول کیږي.  

 *ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۱۲۴۰)کورنۍ او (۷۱۱۷)افراد*

*لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۱۲۸۴)کورنۍ او (۷۱۶۵)افراد*

*مرسته شوي مهــاجرین:              (۱۴۴۶)کــورنۍ*

*وېشل شوي سیمکارتونه:              (۹۹۶)عــــدده*

نورخبرونه

نن د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب تلین نمانځل کیږي

افغانستان سفیر د افغان کډوالو نیټه د بیا غځولو غوښتنه کړې ده

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *