تازه خبرونه

  هند له مو د میۍ په جنګ کې ماتې ورکړې ده: وزیراعظم شهباز شریف

د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ ته د وزيراعظم شهباز شريف وينا، هند له ئې په ټولو کشالو د مذاکراتو بلنه ورکړېده

1 min read

پاکستان کښې د بدامنۍ پیښور لپاره د افغانستان خاوره استعماليږي،بايد چې افغان حکومت د دې مخ نيوي وکړي، وزيراعظم شهباز شريف

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په خپله وینا کښې وویل چې هند سره په ټولو شخړو خبرو ته چمتو یو

September 27, 2025

نيويارک: د ملګرو ملتونو په کلیزه عمومي غونډه کښې د خپل وینا په مهال وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان خارجه پاليسۍ، د منطقې ملکونو سره د پاکستان اړيکو،د ترهه ګرۍ په ضد روان جنګ،د سيمې صورتحال او موسمياتي بدلون د خطرو بشمول په نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړيدي ۔ د وزيراعظم وينا وه چې د پاکستان خارجه پاليسي د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح د ويژن مطابق ده،پاکستان ټولو ملکونو سره پرامن،د اعتماد،احترام او دوه اړخيزه تعاون باندې مشتمل تعلقات قائمول غواړي ،د مذاکراتو او سفارت کارۍ په ذريعه د شخړو په پرامن حل باور لرو ۔  وزيراعظم زياته کړيده چې پاکستان هيچا سره هم جنګ نه غواړي خو د ملک د سلامتيا،خپلواکۍ او حاکميت خلاف ورزي به چرې هم برداشت نه کړو او پاکستان د مئي په مياشت کښې د هند د  جارحيت په وړاندې د دې موثره او فوري جواب ورکولو د لارې دا ثابته کړيده چې د امن خواهش د پاکستان کمزوري ګڼل نه دي پکار او پاک پوځ به د ملک په دفاع هيڅ قسمه سودا بازي ونه کړي۔  خپل تقرير کښې وزيراعظم  د مقبوضه کشمير پهلګام سيمه کښې د حملو وروستو پيدا شوي صورتحال ذکر کړېدے او وئيلي ئي دي چې نريندر مودي بغير د څه تحقيقاتو د دې حملو ذمه وار پاکستان ګرځولي وو ولې بيا هم  پاکستان په نړي وال فورم  د دې حملو شفاف او غير جانبدارانه  پلټنې کولو وړانديز کړي وو خو هند د دې په جواب کښې په پاکستان حملې وکړې او بے ګناه کسان ئې شهيدان کړل ۔ د آپريشن بنيان مرصوص په حواله وزير اعظم ووئيل چې کله هندوستان د پاکستان د خپلواکۍ او قامي سلامتيا خلاف ورزي وکړه نو د متحده قامونو د چارټر د آرټيکل ۵۱ لاندې پاکستان د خپل دفاع لپاره د هند د جارحيت جواب ورکولو باندې مجبورا شو  او پاک فضائيه  د هند اووه الوتکې راګوزار کړے او کباړ ئې کړے ۔ د جنرل اسمبلۍ په فلور وزيراعظم شهباز شريف هند له  په ټولو مسائلو او کشالو د مذاکراتو بلنه ورکړېده،وئيلي ئي دي چې  په محاذ جنګ مو هند له ماتې ورکړې وه اوس ورسره د امن لپاره جنګ کول غواړي، پاکستان په ټولو مسائلو هند سره بامقصده او ګټه ور مذاکراتو لپاره تيار دے ۔ د امن د مذاکراتو وړانديز سره سره وزيراعظم شهباز شريف د هند واکمنو له خبر دارې ورکړېدے چې د سندطاس معاهدې د معطل کولو کوشش به د دې معاهدې د شقونو او نړي وال قوانينو خلاف ورزي وي ، د پاکستان برخې اوبه بندول به د هند اعلان جنګ وي او پاکستان به ئې  هم موثره جواب ورکوي ۔ په خپل تقرير کښې وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او هند جنګ بندولو کښې د امريکني صدر ټرمپ په کردار او کوششونو هم رڼا اچولې ده او وئيلي ئي دي چې د صدر ټرمپ د سهولت کارۍ او مداخلت لوجې د دواړو ملکونو جنګ بندي شوي وه هم د دې کوششونو په اعتراف کښې پاکستان د صدر ټرمپ نوم د نوبل انعام  لپاره تجويز کړېدے ۔

پاکستان خلاف د افغانستان خاوره استعماليږي، شهبازشريف

وزيراعظم شهباز شريف د جنرل اسمبلۍ ممبران د پاکستاني پولو هغې اړخ نه راپيښ خطرو او چيلنجونو نه خبر کړېدي او وئيلي ئي دي چې  پاکستان د بهرملکونو سرپرستۍ کښې د ترهه ګرۍ د يوې بلې چپې ښکار دے ۔  د ترهه ګرۍ د حملو لپاره د افغانستان خاوره استعماليږي ۔ وزير اعظم  وئيلي وو چې بلوچستان کښې بدامنۍ واقعاتو لپاره د فتنه هند مرستيال کالعدم تنظيمونه بي ايل اے او مجيد بريګيډ سره د افغانستان د مرستو او د دغې هيواد په خاوره د دې تنظيمونوخوندي مرکزونو باندې پاکستان تشويش لري۔ وزيراعظم شهباز شريف طمع څرګند کړيده چې اسلامي امارت به د پاکستان د انديښنو مثبت جواب ورکړي او د کالعدم تنظيمونو خلاف به کارروائي ورکړي او د افغانستان خاوره د هيڅ ملک خلاف نه استعماليدو په حواله دوحه کښې امريکې سره شوې د لوظنامې پاسداري به وکړي ۔ وزيراعظم دا هم وئيلي دي چې پرامن افغانستان نه صرف د پاکستان بلکه د ټولې منطقې لپاره ډير ضروري دے د امن د بحالۍ نه بغير په منطقه کښې هيڅ قسم پرمختګ يا څوکالي نشي راتلے د افغانستان د اقتصادي ترقۍ او جامع سياسي ډهانچے لپاره ټول شراکت دارو سره په رابطه کښې يو ۔ وزيراعظم زياته کړيده چې پاکستان د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د فرنټ لائن کردار ادا کوي،د دې ناسور لوجې پاکستان د نوي زره قيمتي ځانونو زيان  او معيشت ته د ۱۵۰ ارب نقصان برداشت کړېدے ولې د ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره اوس هم جنګ جاري دي د پاکستان نه ترهه ګري د مکمل خاتمے پورې به د ملک دښمنه عناصرو او پراکسيز ترهه ګرو خلاف د سيکورټي فورسز عمليات جاري وي ۔

امن لپاره د کشمير او فلسطين مسئلې حل ضروري دے، وزيراعظم په خپل تقرير کښې وزيراعظم شهباز شريف کشمير او غزه کښې روان ظلمونو ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې په مقبوضه کشمير کښې تير څو لسيزو راهسې قابض هند پوځ د آزادې او حق خود اراديت ترلاسه کولو لپاره د کشميرنو مبارزه نه ده کمزورې کړے هغه ورځ لرې نه ده چې کشميري وګړي به آزادي ومومي او د هند د واکمنو د ظلمونو نه به خلاص شي ۔  وزيراعظم شهباز شريف د جمو و کشمير شخړه د دوه ايټمي طاقتونو ترمينځ خطرناک فليش پوائنټ ګرځولي او د متحده قامونو د قرارداد د لارې ئې دا مسئله حل کولو مطالبه کړيده او د منطقې پائيدار امن لپاره ئې هم د کشمير مسئلې حل لازمي ګرځولي دے ۔ وزيراعظم د فلسطنيانو خلاف اسرائيلي جارحيت کښې په اضافه د افسوس اظهارکړېدے او وئيلي ئي دي چې فلسطنيان تير اته لسيزو راهسې د اسرائيل ظالمانه قبضے او ظلمونو په په نرتوب سره مقابله کوي ولې په دې ناانصافي نړي والې ټولنې خاموشي خپله کړيده او هيڅوک هم د اسرائيل نه د دې ظلمونو تپوس قدرې هم نه کوي دا زمونږ د ټولو اخلاقي ناکامي ده ۔ وزيراعظم غزه کښې د فوري جنګ بندۍ مطالبه کړېده او د يو خپلواک او آزاد رياست لپاره فلسطين سره د پاکستان د مرستو او ملاټر د عزم اظهار ئې کړېدے۔ د خپل تقرير په آخره کښې وزير اعظم شهباز شريف د موسمياتي بدلون او ماحولياتو د تباهۍ په معامله هم خبرې کړېدي او وئيلي ئي دي چې د پاکستان بشمول زياتره ملکونه هر کال د موسمياتي بدلون د خطرو سره مخ کيږي حالانکه پاکستان کښې د کاربن اخراج د نشت برابر ده ولې بيا هم پاکستان د ماحولياتي بدلون نه متاثره لس ملکونو په فهرست کښې شامل دے او سيلابونو لوجې که يو خوا د زرګونو کسان مړه شويدي نو بلخوا د پاکستان د څلور ديرش ارب ډالرو نه زيات نقصان شوېدے ۔ وزيراعظم د لوئي ملکونو او نړي والې ورورولۍ نه مطالبه کړيده چې موسمياتي بدلون لوجې متاثره ملکونو سره دې مالي مرستې وکړي او د دې مسئلې د حل لپاره دې سنجيده کوششونه او اقدامات وکړي

نورخبرونه

ملګري ملتونه: پاکستان د یمن شخړې هوارولو غوښتنه کړې

د ملګري ملتونو ادارې یوناما ویلي دي چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ۱۳۹،۶ ملیونه ډالرو اړتیا ده

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *