...

ایران او افغانستان یوبل ته رانزدې کیږي

پلازمینه کابل کې مهمه غونډه شوې چې پکې د ایران او افغانستان چارواکو یوبل هیواد سره د اړیکو په پیاوړتیا او زیات رانزدې کیدلو باندې ټینګار کړې دې
ایران امریکا ته د بګرام نیولو په غبرګون کې ویلي دي چې بګرام به د امریکا په قبرستان بدل شی که چرې امریکا بیا افغانستان ته راشي

دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې وړمه ورځ له ایران لوري هم د بګرام هوایی ډګر په اړه د امریکا بیان ته سخت غبرګون مخې ته راغلې دې

د افغانستان لپاره د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د افغانستان په پایه تخت  کابل کې د افغانستان ا س ل ا م ی امارت حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزيرشيخ شيراحمد حقاني سره مهمه لیدنه کړې ده او ورسره ی په مهمو موضوع ګانو ټینګار کړې دې. .

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې اړه خبرپاڼه کې ویلي، بیکدلي په دې ناسته کې د ایران او افغانستان ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا غوښتنه کړې.

یاد ایراني ډيپلوماټ د دواړو هېوادونو د ګډو تاريخي، کلتوري او مذهبي مشترکاتو يادونه کړې او افغانستان يې د يوه ښه ګاونډي په توګه ياد کړی.

وزارت وایی، د اطلاعاتو او کلتور وزير په خپلو خبرو کې د اړيکو په ټينګښت کې د کلتورونو رول حياتي بللی او کلتور يې د ملتونو د اتصال ټکی یاد کړی. سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې د افغانستان اسلامي امارت وزیر حقاني له ایران چارواکي سره  د خبرو په مهال د افغانستان او ایران ترمنځ  د متقابل درناوي پر بنسټ د اړيکو پياوړتيا مهمه بللې او د خبرو له لارې يې د ستونزو په حل کولو ټينګار کړی دی .

نورخبرونه

بګرام به د امریکا په قبرستان بدل شی: د ایران خبردارۍ

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.