تازه خبرونه

بګرام به د امریکا په قبرستان بدل شی: د ایران خبردارۍ

د امریکا ولسمشر ټرمپ لوري د بګرام په اړه بیان په غبرګون کې له چین او روس وروسته د ایران لوري هم یو ځانګړې خبر مخې ته راغلې دې
د افغانستان بګرام هوایی اډې په اړه چین او روس وروسته ایران خبردارې ورکړې چې دا به د امریکا تیروتنه وي

........ د افغانستان بګرام هوای ډګر په اړه امریکا ویلي دي دوی پلان لري چې دا هوایی اډه بیا ترلاسه کړې چې په سیمه ایزو هیوادونو نظر وساتي

د پایه تخت کابل په شمال لوري د افغانستان په پروان ولایت کې د بګرام هوایی ډګر  چې ډیر زیات ستراتیژیک اهمیت لري له امريکا، چين او روسيې وروسته، ايران هم دې  موضوع ته غبرګون وښوده او د ايران پارلمان د ملي امنيت کمېسيون غړي ابوالفضل ظهروند ويلي دي چې  بېرته افغانستان ته د امريکا ستنېدل به د سيمې امنيتي وضعيت او د سيمې هېوادونو ګټې له خطر سره مخ کړي

نوموړي خبرداری ورکړی، چې بګرام به د امريکا لپاره په یو قبرستان  بدل شي، نوموړي چې په افغانستان کې ی د ايران سفير په توګه هم کار کړی دی ويلي، اول خو به طالبان امريکا ته بګرام ونه سپاري، خو د امريکا د فشار پر مهال ايران، روسيه، چين، تاجکستان او ازبکستان د امريکا له سياستونو سره مقابله کولی شي   دلته باید یو مهم ټکې ته اشاره وشي چې ايران چې د پخوانۍ جګړې پر مهال هم د طالبانو نظامي او سياسي ملاتړ کاوه، د طالب مشرانو کورنيو ته يې هم پناه ورکړې وه او ښکاري د روسيې پر ټينګار همدغو فشارونو سره د مقابلې لپاره په دې وروستیو کې د تاجکستان او طالبانو اړيکي ښې شوې دي

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې په دې وروستیو کې له امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوري یو لانجه من خبر په رسینو کې خپور شو، ټرمپ ګواښ وکړو چې امریکا به د بګرام هوایی ډګر یو ځل بیا ترلاسه کړي ، هغه په خپل بیان کې دا یادونه هم کړې وه چې ددې ځای سره نزدې چین اټومي ځواک دې او امریکا غواړي ددې ځای څخه د چین څارنه وکړي

نورخبرونه

د افغانستان بګرام هوایي ډګر په اړه ناندرۍ او راتلونکی

ټرمپ لوري افغانستان ته ګواښ: اسلامي امارت کلک غبرګون ښودلې

Related Articles

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *