ډي آی خان کې مرګونې ټرافیکي پېښه شوې،د ریسکیو ۱۱ د معلوماتو له مخې د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان  د دانا سر په سیمه کې نن د جمعې په ورځ  د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړې.

د سرچینو ترمخه پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یوه مزده موټر له بلوچستان د خانوزي څخه  د ډي آی خان پر لور روان وو چې دې بدې پیښې سره مخ شوه.

د ریسکیو ۱۱ د خبرپانې ترمخه  نن د داناسر په سیمه کې يوه بده ترافيکي پېښه رامنځته شوه. د معلوماتو له مخې يوه مزده موټر چې د يوې کورنۍ غړي پکې سپاره وو، د بلوچستان له خانوزي نه د ډېره اسماعيل خان پر لور روان و. د داناسر په سیمه کې  د بریک فیل کېدو له امله دا  غمجنه پیښه رامنځته شوه.

د پېښې خبر تر لاسه کېدو سره سم د ریسکیو 1122 ډېره اسماعیل خان ټيم پر وخت ساحې ته ورسېد او عمليات یې پيل کړل. په پېښه کې درې تنه ټپیان شول چې د پېښې په ځای کې ورته لومړنۍ طبي مرسته ورکړل شوه او وروسته د ډېره اسماعیل خان ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته ولېږدول شول. .

د ریسکیو ټيم لوري اووه مړي چې په هغوی کې پنځه ښځې، يو سړی او يو ماشوم شامل وو،  ټول مړي د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته د روغتون اړوند چارواکو ته وسپارل شول.

 د ریسکیو ټیم ۱۱ د خپور راپور ترمخه  په ټپیانو کې یوسف عمر ۱۰ کاله، دریا خان عمر ۲۷ کاله، احمد عرم ۲۵ کاله شامل وو.

  د ریسیکو ۱۱ راپور ترمخه په دې غمجنه پیښه کې ټول ۱۱ تنه د مړه شوي دي،  چې اووه تنه د ریسکیو 1122 لخوا او څلور نور د ځايي خلکو په مرسته روغتون ته ولېږدول شول. د وژل شويو کسانو په منځ کې پنځه ښځې، يو ماشوم او يو سړی شامل دي. د ډېره اسماعیل خان د ضلعي بیړني چارو افسر (ډسټرکټ ایمرجنسي آفیسر) انجنیر فصیح الله په دې غمجنه پیښه د ژور خپګان څرګندونه  کړې ده  او د اغیزمنو کورنیو سره ی ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

نورخبرونه

وادي تیراه کې تښتول شوې د امن لښکر رضاکار ق ت ل ش شوې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *