تازه خبرونه

د هند زيرانتظام لداخ علاقې ته د بيل رياست درجه ورکولو لپاره تحريک نور هم زور نيولي دے ،د هند پوځ په ډزو پنځه تنه مړه،۷۰ ژوبل شوي

مقبوضه کشمير نه پس په لداخ کښې هم بهارتي قابض پوځ د طاقت وحشيانه استعمال کړې،صورتحال د کنټرول نه بهر،پوځ تعينات

1 min read

د هند زيرانتظام لداخ علاقې ته د بيل رياست درجه ورکولو لپاره تحريک نور هم زور نيولي دے ،د هند پوځ په ډزو پنځه تنه مړه،۷۰ ژوبل شوي

لداخ خودمختار رياست لپاره مظاهرو کښې سيوا والې راغلے

September 25, 2025

د چين پولې ته څيرمه د هند حکومت زير انتظام لداخ علاقې ته د رياست درجه ورکولو او دا علاقه د جمو و کشمير نه بيلولو لپاره د مقامي خلکو لخوا روان کړي شوي تحريک د کمزورې کيدو په ځائې نور هم زور نيولي دے او مظاهرو کښې سيوا والې راغلې دے ۔ مظاهرچيان مطالبه لري چې ۲۰۱۹ کښې لداخ د مقبوضه جمو و کشمير برخه جوړولو لپاره دې نريندر مودي خپله فيصله واپس واخلي او دا علاقه د وفاق د کنټرول نه آزاد کړې شي او بيل رياست درجه دې ورته ورکړې شي ۔ د مظاهرچيانو تحريک ناکامه کولو لپاره هند پوځ د طاقت استعمال کړېدے او مختلفو سيمو کښې ئې په مظاهرچيانو ګولۍ وارولي دي چې پکښې پنځه تنه وژلي شوي او خواؤ شا اويا کسان ژوبل شويدي ۔ قهرجنو مظاهرچيانود بهارتيه جنتا پارټۍ هيډ کوارټر او ګاډي هم سوزولي دي ۔ په صورتحال قابو موندو لپاره ټوله علاقه کښې کرفيو لګولي شويده او پوځ تعينات کړي شوېدے ولې د دې باوجود هم احتجاجي تحريک د کمزورې کيدو په ځائې ورځ تر ورځه سيوا کيږي چې پکښې د کالجونو او يونيورسټو طالب علمان مهم رول ادا کوي ۔ هند حکومت لداخ کښې د پرتشدد مظاهرو ذمه وار سونم وانګچوک ګرځولي دے ۔ د هند داخله وزارت تور لګولي دے چې سونم وانګچوک د نيپال په رنګ په لداخ کښې هم قهرجنې مظاهرو سازش جوړ کړېدے او مقامي ځوانان او طالب علمان دې لپاره لمسوي ۔

د لداخ علاقې اهميت او تاريخ

لداخ د هماليه او قراقرم ترمينځ پرته سيمه ده چې پکښې د بد مذهب پيروکار او مسلمانان اوسي ۔ د دې علاقې پولې جنوب مغرب کښې د پاکستان او شمال کښې د چين سره ملاويږي او دا د خپل وخت مهمه تاريخي تجارتي لار وه ولې چين او هند ترمينځ لداخ سيمې ته څيرمه متنازعه سرحدي علاقې ملکيت په معامله تاؤ تريخوالي لوجې په دا لار د تجارتي هلو ځلو لپاره بند کړي شويده ۔ هند وزيراعظم نريندر مودي د پنځم اګست ۲۰۱۹ د آئين آرټيکل ۳۴۰ منسوخ کولو او جمو و کشمير تقسيمولو فيصلې په رڼا کښې لداخ د هندوستان يو بيل زير انتظام علاقه جوړه کړيده ولې د دې سيمې اولس دغه فيصله مسترد کړيده ۔ د لداخ سيمې زور حيثيت بحالۍ لپاره احتجاجي مظاهرو سره مقامي سياسي مشرانو بهوک هړتال کيمپونه هم لګولي وو۔ د مودي غيرقانوني فيصلې خلاف کښې تير شپږ کالو راهسې د پرامن احتجاجونو سلسله جاري وه ولې مودي انتظاميې سره د مذاکراتو د ناکامۍ نه پس په علاقه کښې د بيل رياست لپاره شورو کړي شوي دې تحريک کښې نور هم شدت راغلې دے او د علاقې ټول سياسي او مذهبي مشران په دې معامله يو موټي شويدي ۔

Related Articles

مشرانو له افغانستان سفیر څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې تښتول شوو مزدورانو په آزادولو کې دې دوی سره مرسته وکړي

September 25, 2025

د افغانستان اسلامي امارت ویاند په خپل تازه بیان کې ویلي دي چې افغانستان بشپړه خپل حاکمیت لري او بګرام هوایی اډه چاته هم نه ورکول کیږي.

September 25, 2025

د افغانستان د کډوالو او راستیندنکو افغان وګړو د چارو وزارت مسلکي مرستیا د چین موسسې مرستیال سره لیدلي او له هغوی ی ځانګړې مننه کړې

September 25, 2025

امریکا هم ددې خبر ملاتړ کوې چې په غزه کې سولی ساتونکي د مسلمان هیوادونو عسکر ځای په ځای شي

September 25, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *