تازه خبرونه

چمتو یو چې خپل ۲۰زره عسکر د غزه سوله ییز ماموریت لپاره غزه ته ولیږو: انډونیز ولسمشر

امریکا هم ددې خبر ملاتړ کوې چې په غزه کې سولی ساتونکي د مسلمان هیوادونو عسکر ځای په ځای شي
انډونیزیايي ولسمشر پرابوو سوبیانتو په خپل بیان کې ویلي دي چې د سوله ییز ماموریت له مخې ۲۰ زره عسکر غزه ته استولو ته چمتو یو.

انډونیزیایی ولسمشر اوویل چې ددوی هیواد هم د دو دولتي ریاست قایمولو ملاتړ کوي او ازاد فلسطین جوړیدلو سره به غزه کې تل پاتې امن راشي.

 د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په وینا کې د انډونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو په غزه کې د سولې او ثبات ساتلو  لپاره یو لوی وړاندیز کړې دې. هغه وویل چې انډونیزیا تل د نړيوالو سوله ییزو ماموریتونو په برخه کې فعاله ونډه اخیستې ده.

ولسمشر سوبیانتو زیاته کړه که د ملګرو ملتونو امنیت شورا يا د عمومي اسمبلۍ پرېکړه وکړي، نو موږ په هېڅ ډول کې له دې پریکړې تیر نه شو او کولای شو خپل ۲۰ زره عسکر د سوله ییز ماموریت په توګه غزه ته د استولو امر ورکړو.

هغه د دوه-دولتي حل له ملاتړ سره وویل چې د ازاد  فلسطیني دولت د جوړېدو په صورت کې به په غزّه کې تل پاتې امن قایم شي. نوموړي ټینګار وکړ چې انډونیزیا د سولې په ټینګښت کې خپله برخه ورکولو ته ژمن دی او که اړتیا وي، د غزه تر څنګ په نورو سیمو کې هم دا ماموریت ترسره کولای شي.. دا خبره مهمه ه او بیا چې یادونه وشی چې  امریکایي رسنیو ادعا کړې ده چې د ټرمپ اداره هم د عربو او مسلمانانو د هېوادونو له ځواکونو جوړ شوي سوله ساتونکي ځواکونه د غزه په ماموریت کې د ځای پر ځای کولو ملاتړ کوي.

نورخبرونه

د امریکا اولسمشر د غزه لپاره ۲۱مادې سولې پلان وړاندې کړې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *