تازه خبرونه

افغانستان ته د افغان کورنیو واپس راتګ لړۍ دوام لري

افغان چارواکي په خپل خپور شوي راپور کې وایی چې دوی افغان وګړو ته، چې واپس افغانستان ته راځي ،نغدي مرستې کوي او دوی لپاره ی ویړیا طبی اسانتیاوې برابرې کړي
هغه افغان کورنۍ چې په پاکستان کې له خپلو کورونو راوتلي او افغانستان لور ته سفر پیل کړي،له سرحدونو تړلو وروسته له سختو ستونزو سره مخ دی

پرون شنبې راهسي په سرحدونو افغانستان ته واپس تلونکو افغان کورنیو واپسي هم اغیزمنه شوې ده

تورخم: د افغانستان اسلامي امارت د افغان مهاجرینو په اړه جوړې شوې  د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیو دارالانشا د کمیټۍ ورځنۍ کار راپور خپور کړې دې.

 د اړوند اداره په خپور راپور کې وایی چې  د چهار شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۱ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي، په راپور کې وایی چې د اسلام کلا له لارې (۲۳۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۸۳) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي ، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۱۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۵۵۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

 د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۵۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۹)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۷۳۵)مسافر هېواد ته راستانه شوي  

له نیمروز څخه (۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳)تنه و، هرات او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۱۱۰۰۰) کرایه  ورکول شوې ده ، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۸)کورنیو سره مجموعًا (۲۹۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

 د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۴۲۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۵۲)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

 د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.  

 د سپین بولدک له لارې (۴۱۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۱۰)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي ، له سپین بولدک څخه (۲۹۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۶۳)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، پکتیکا، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۷۸۶۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۱۴)کورنیو سره مجموعًا (۳۴۷۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده ، په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۴۰۵۸)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۴۱۰)عدده سیمکارتونه وېشل شوي

 د تورخم له لارې (۶۷۰)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۴۰۲۰)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي ، له تورخم څخه (۱۰۸۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۷۹۷)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۹۷۸۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده ، د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۳۱)کورنیو سره مجموعًا (۶۰۳۸۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

 د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۱۹)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

           په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.  

د بهرامچې له لارې (۱۱۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۵۲)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

 د هلمند له بهرامچې څخه (۵۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۹۵)تنه و، لښکرګاه، خانشین، بینادر، دیشو او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۹۰۰۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۱۲)کورنیو سره مجموعًا (۳۰۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

 له کابل څخه (۳۴۵)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۲۹)تنه و، پکتیا، کندز، لوګر، بغلان، جوزجان، خوست، تخار، بلخ، سمنګان، کندهار، او فاریاب ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۳۴۱۰۸۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

 د افغانستان اسلامي امارت د افغان مهاجرینو هیواد ته واپس راستنیدلو لپاره جوړې شوې کمیټیو ټول ګډ راپور هم خپور کړې دې چې لاندې وړاندې کیږي.

*ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۱۴۹۴)کورنۍ او (۸۵۸۴)افراد*

*لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۱۷۸۱)کورنۍ او (۹۶۹۷)افراد*

*مرسته شوي مهــاجرین:              (۱۶۰۷)کــورنۍ*

*وېشل شوي سیمکارتونه:              (۱۱۸۱)عــــدده*

نورخبرونه

افغانستان ته واپس راتلونکي افغان مهاجرین: افغان اړوند چارواکو مهم راپور خپور کړې

Related Articles

پاکستان د زیاتېدونکو کړکېچونو او سرحدي ترهګریزو ګواښونو په منځ کې په افغانستان کې د وسله والو د بنسټونو پر وړاندې ټاکلي حملې پیل کړې

March 13, 2026

پاکستان او چین د ترهګرۍ او افراطي ګواښونو د مخنیوي لپاره پر پیاوړو تدابیرو موافقه وکړه، چې په سیمه کې د امنیتي همکارۍ وده کوي

March 13, 2026

د سیمې منځګړي هېوادونه لکه پاکستان، عمان، مصر او ترکيه له ایران سره پټه/غېر رسمي خبرې کړي دي او د ایران څخه غوښتنه کوي چې له امریکا سره د تاوتریخوالي د کمولو او ممکنه هوکړې لپاره خبرو اترو ته زمینه برابره کړي

March 13, 2026

ایران د مجتبی خامنه‌ای د هېواد د نوې سترې مشرتابه له لوري خپل لومړی صوتي پیغام خپور کړی، چې پکې یې سخت خبردارۍ کړې دي. په دې پیغام کې ویل شوي

March 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *