په ضلع خیبر کې د وادي تیراه پیښه ځنې خلک او د ریاست په ضد کارکوونکې د یو څه سیاسي ګټو او خپلو لوبو لپاره کاروي .
دې خلکو پخواني انځورونه او ویډیوګانې یې خپرې کړې او داسې یې تاثر جوړاوه چې ګواکې پوځ پر بې ګناه وګړو برید کړی. حال دا چې حقیقت دا و چې چاودنه خپله د ترهګرو د غفلت او ظلم پایله وه .
د ترهګریز پیښو په اولس اغېزې
په دې چاودنه کې چېرې چې ترهګر وژل شوي، ځایي کورنۍ هم زیانمنې شوې. کورونه ړنګ شول، ښځې او ماشومان شهیدان شول، او په ټوله سیمه کې د وېرې فضا خپره شوه. دا هر څه دا ښيي چې د ترهګرو شتون خپله د ځایي خلکو لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.
د وادي تیراه پیښه او د دولت دریځ
پاکستاني پوځ او دولت په ښکاره ویلي چې دوی کله هم عام وګړي نه په نښه کوي او ددوی هدف د ترهګرو پټنځایونه وي خو ترهګر عام اولس د انساني سپر په څیر کاروي چې له امله ی بیا پایله ویرونکي وی او عام وګړو ته پکې زیات مالي او ځاني زیان رسیږي، دداسې خلکو لوري د ترهګرو په ملاتړ کې پروپاګنډ ددې ترهګرو د ساتنې یوه هڅه ده او دلته دا ژمنه یو ځل بیا تکراریږي چې د ترهګرو په ضد به عملیات دوام ولري ترڅو ځایی خلک له ترهګرو وژغورل شي.
د یوې ضعیفې مېرمنې د سترګو لیدل حال
یوې زړې ځایي مېرمنې زړه دردونکې کیسه وکړه. د هغې په وینا ، دیارلس طالبان د خپلو بارودي توکو د چاودنې له امله له منځه لاړل، زما کور ترڅنګ وو، هلته مې بچي اوسیدل، د چاودنې له امله مې کور ړنګ شول او هغوی شهیدان شول.
دا څرګندونه دا حقیقت ښکاره کوي چې ترهګر نه یوازې خپله ژوند له لاسه ورکوي، بلکې ملکي وګړي هم د خپلې ترهګریزې کړنې ښکار ګرځوي.
بدقسمتی سے اس وقت حالت جنگ ہے۔ بھارت اور افغانستان کی مکمل سپورٹ سے پاکستان کے خلاف جنگ لڑی جا رہی ہے۔ اصل ظالم تو وہ ہے جو جنگ میں بھی معصوم بچوں کو انسانی شیلڈ بنا رہا ہے۔ احتجاج اس پر بھی ہونا چاہے کہ خود بچوں کے پیچھے چھپ کر کون لڑای لڑ رہا ہے۔ #TirahValley#وادی_تیراہ pic.twitter.com/RRSZFs3jXN
— Abid Jamal Qazi (@AbidJamalQazi) September 22, 2025
د ترهګرو کړنلارې
دا لومړی ځل نه دی چې ترهګر د استوګنې سیمې د ځان لپاره سپر ګرځوي. په تیراه دره کې هم همدا کار شوی ، کورونه ی د باروادي موادو ګودامونه ګرځولې وو، جوماتونه ی د پناخ ځایونوپه توګه کارول، ښځې او ماشومان ی د انساني سپر په توګه کارولي دي. : دغه تاکتیک د ترهګرۍ په تاریخ کې تل کارول شوی، تر څو خپله بقا خوندي کړي او د دولت عملیات بدنام کړي
نورخبرونه
د ضلع خیبر په وادي تیراه کې د وسله والو په ټریننګ مرکز کې چاودنه