تازه خبرونه

 ډونلډ ټرمپ بيا وئيلی دی د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندی د هغه په کوششونو شوي وه

ډونلډ ټرمپ مختلف ملکونو لخوا فلسطین ریاست تسلیمولو په فيصله سختې نیوکې کړيدی
حماس ته د صدر ټرمپ خبرداری، ټول یرغمال آزادولو مطالبه

پاکستان او هند جنګ ما بند کړي وو،صدر ټرمپ

د متحده قامونو د جنرل اسمبلۍ سالانه اجلاس ته وينا په مهال د امریکا  صدر ډونلډ ټرمپ نړۍ ته راپيښ بدامنۍ صورتحال پشمول د نورو خطرو او چيلنجونو ذکر کړيدے او وئيلی ئې دی چې متحده قامونو تر دې دمه د هيڅ  يوې مسئلې د حل لپاره سنجيده کوششونه نه دی کړې. ډ ډونلډ ټرمپ وينا ترمخه پخواني صدر جو بائيډن هم په نړیوال کچ رامخې ته شوې بحرانونو مخ نيوي لپاره هیڅ کردار نه دې ادا کړې که د هغه په ځائې زه صدر ووم نو يوکرائن او غزه کښې به جهګړه نه شورو کيده. ډونلډ ټرمپ خپل تقرير کښې د پاکستان او هند د تاوتريخوالي ذکر هم کړيدے او وئيلي ئې دی چې د هغه په کوششونو دواړه ايټمي قوتونو ترمینځ جنګ بندي شوي وه.ټرمپ زياته کړيده چې د اسرائیل او فلسطین ترمينځ جنګ د بندولو لپاره ئې هم کوششونو جاری دی خو حماس جنګ بندۍ کښې مخلص نه دے او په حماس باندې ئې زور راوړي دے چې د مسئلې د حل لپاره د اسرائیل ټول یرغمال کسان بغير د څه شرط په فوري توګه آزاد کړي. امريکائي صدر فلسطین يو خپلواک ریاست تسلیمولو په حواله د برطانيې او فرانس او نورو ملکونو په فيصلو سختی نيوکې کړيډی او وئيلي دی چې دا فيصله صرف د حماس په ګټه کښې ده فلسطین دی ریاست جوړ شی خو دې کښې به  د حماس هيڅ کردار نه وي. روس او يوکرائن شخړې په حواله صدر ډونلډ ټرمپ وئيل دواړه ملکونه جنګ بندۍ ته رضا کولو لپاره کوششونه کيږي خو هند او چين  د امريکی د مخالفت با وجود هم د روس په تيل اخلي او صدر پوټن د تيلو دغه آمدن يوکرائن سره روانه جهګړه کښې خرچ کوي. صدر ټرمپ د ایران په جوهري پروګرام هم ټکونه کړيدی او وئيلي ئې دی چې ايټمي وسله د نړۍ لپاره خطره ده هيچا ته هم د خطرناک وسلو د ساتلو اجازت نشته هم دغه وجه ده چې اسرائيل ‌. ايران  جنګ دوران امريکې د ايران په جوهري تنصيباتو بمباری کړې وه او د ايران جوهري پروګرام ته ئې لوئې زيان رسولې وو

نورخبرونه

امریکا د هند په ۶ شپږو شرکتونو بندیز لګولې

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *