په داسې وخت کې چې د امریکا لوري د افغانستان بګرام هوایی ډګر په اړه آوازې او ګونګوسي دوام لري، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د «بګرام هوايي اډې» په اړه یو مهم پیغام خپور کړې دې.
هغه په خپل تازه بیان کې ویلي دي د امریکا لوري د بګرام هوایی ډګر د نیولو راپورونه ناسم دی او دا ی غلط بللي دي.
خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په راتلونکي کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د احتمالي امنیتي همکاریو په اړه ډېرې ناسمې خبرې خپرې شوې دي.
هغه زیاته کړې او ټینګار ی کړې دې چې افغانستان د بګرام هوايي اډې د احتمالي ګډو ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د کارولو په اړه هم ناسم مالومات خپاره شوي دي
د خليلزاد په وینا، د امریکا متحده ایالات نه غواړي چې له افغانانو څخه بګرام په لاس کې واخلي او یا یې په ځان پوري وتړي
دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې دا په داسې مهال ده، چې له تېرو درېيو ورځو راپدې خوا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د نيولو په تړاو څرګندونې کوي، چې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې دي
د افغانستان اسلامي امارت مشرانو د امریکا دې ګواښونو کلک ځوابونه ورکړي دي او ویلي ی دي چې دوی به یوه لویشت ځمکه هم امریکا ته و ر نه کړي او نه به اجازه ور کړي چې بیا امریکا افغانستان ته راشي ، مشران زیاتوي چې دا ځکه چې د امریکا دا ګام د دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده.
نورخبرونه
زلمي خلیلزاد له افغانستانه غوښتي چې د پاکستان او ټي ټي پی ترمینځ شخړه هوارولو کې رول ولوبوي