تازه خبرونه

 د افغانستان بګرام هوایی ډګر په اړه ځانګړې خبر مخې ته راغلې

د امریکا افغانستان لپاره پخوانۍ ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد په خپل تازه بیان کې د بګرام هوایی ډګر بیانونه ناسم بللي دي
 د افغانستان بګرام هوایی ډګر په اړه ځانګړې خبر مخې ته راغلې

خلیلزاد ویلي دي چې امریکا نه غواړي یو له افغانستان څخه بګرام هوایی ډګر واخلي

په داسې وخت کې چې د امریکا لوري د افغانستان بګرام هوایی ډګر په اړه آوازې او ګونګوسي دوام لري، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد د «بګرام هوايي اډې» په اړه یو مهم پیغام خپور کړې دې.

هغه په خپل تازه بیان کې ویلي دي د امریکا لوري د بګرام هوایی ډګر د نیولو راپورونه ناسم دی او دا ی غلط بللي دي.

خلیل‌زاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په راتلونکي کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د احتمالي امنیتي همکاریو په اړه ډېرې ناسمې خبرې خپرې شوې دي.

هغه زیاته کړې او ټینګار ی کړې دې چې افغانستان د بګرام هوايي اډې د احتمالي ګډو ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د کارولو په اړه هم ناسم مالومات خپاره شوي دي

د خليل‌زاد په وینا، د امریکا متحده ایالات نه غواړي چې له افغانانو څخه بګرام په لاس کې واخلي او یا یې په ځان پوري وتړي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې دا  په داسې مهال ده، چې له تېرو درېيو ورځو راپدې خوا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې  د نيولو په تړاو څرګندونې کوي، چې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې دي

د افغانستان اسلامي امارت مشرانو د امریکا دې ګواښونو کلک ځوابونه ورکړي دي او ویلي ی دي چې دوی به یوه لویشت ځمکه هم امریکا ته  و ر نه کړي او نه به اجازه ور کړي چې بیا امریکا افغانستان ته راشي ، مشران زیاتوي چې دا ځکه چې د امریکا دا ګام د دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده.

نورخبرونه

زلمي خلیلزاد له افغانستانه غوښتي چې د پاکستان او ټي ټي پی ترمینځ شخړه هوارولو کې رول ولوبوي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *