تازه خبرونه

افغان وګړو افغانستان ته راستنیدل: افغان چارواکو ورځنې راپور خپور کړې

افغان چارواکي وایی چې هره ورځ په زرګونو افغان وګړي افغانستان ته راستنیږي او دوی ته غوره خدمتونه وړاندې کولې شي

1 min read

افغان وګړي او د افغانستان بیله بیل سازمانونه غوښتنه کوي چې دا نغدې مرستې دې زیاتې کړې شي.

یو این ایچ سي اداره وایی د افغانستان هر یو افغان خاندان ته ۱۵۶ ډالر او د کورنۍ هر یو غړي ته ۳۵ ډالر ورکولې شي

September 20, 2025

 افغانستان ته واپس راتلونکو افغان کډوالو په اړه ددې هیواد د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون  *د کمېټو ورځنی کاري راپور چې د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۲۶ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۲۸هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

 د اسلام کلا له لارې (۱۸۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۲۸) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

  د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۸۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۴۱۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده . .

 د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۶۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸۸)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۸۰۷)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي. 

له نیمروز څخه (۱۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۷)تنه و،  فراه، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۶۷۰۰۰) کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې په راپور کې وایی چې  له لوري ی  له (۴۶)کورنیو سره مجموعًا (۳۷۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده . .

 د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۵۴۴)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي. 

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۶۷)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي. 

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. 

د سپین بولدک له لارې (۲۰۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۷۵)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. 

له سپین بولدک څخه (۷۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۲۷)تنه و، کندهار، لوګر، غزني، پکتیکا، زابل، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۳۴۰۱۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۱۵)کورنیو سره مجموعًا (۱۸۰۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۰۴۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.  

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۷۳)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې.

د تورخم له لارې (۶۳۰)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۳۷۴۰)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي. 

له تورخم څخه (۴۷۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۰۰)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۳۹۱۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۱۳)کورنیو سره مجموعًا (۴۲۴۴۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۶۲)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي. 

 په راپور کې وایی چې به  تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. 

د بهرامچې له لارې (۷۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵۴)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

 د هلمند له بهرامچې څخه (۴۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۵)تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۳۲۵۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۲)کورنیو سره مجموعًا (۵۴۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

له کابل څخه (۲۵۴)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۲۱)تنه و، کندز، بلخ، پروان،  خوست، بغلان، جوزجان، بامیان، تخار، پکتیکا او پکتیا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۹۴۹۹۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

په راپور کې د  ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه لیکل شوي دي. :* 

*ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۱۱۶۸)کورنۍ او (۶۷۸۵)افراد*

*لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۸۵۹)کورنۍ او (۴۶۵۰)افراد* 

*مرسته شوي مهــاجرین:              (۱۰۲۰)کــورنۍ*

*وېشل شوي سیمکارتونه:              (۱۱۰۲)عــــدده*

نورخبرونه

افغانستان ته واپس راتلونکي افغان مهاجرین: افغان اړوند چارواکو مهم راپور خپور کړې

Related Articles

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

د افغانستان اسلامي امارت په خبرپانړه کې وایی چې د امریکا لوري د بګرام نیونې خبرې د دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده

September 21, 2025

افغان چارواکي وایی چې چا امریکایان افغانستان ته راوستلي وو نن هغوی له دې ځایه تښتیدلې دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *