تازه خبرونه

افغانستان کښې په ښځینه کارکوونکو بندیز: ملګرو ملتونو خپلې ښځینه کارکوونکې ګمارلي

دا پرمختګ په داسې وخت کې مخې ته راغلې دې چې د افغانستان اسلامي امارت په هیواد کې په ښځینه کارکووکو بندیز لګولې دې
په افغانستان کې په ښځینه کارکوونکو بندیزونو، له نړۍ هیوادونو بیله بیل غبرګونونو راپارولي دي

فغانستان کې اولس او بشري حقونو سازمانونه غوښتنه کوي چې ښځینه کارکوونکو له دې د کار حق ورکړل شي

په داسې وخت کې چې په افغانستان کې د افغانستان اسلامي امارت حکومت په دې هیواد کې په ښځّینه کارکوونکو بندیزونه لګولي دي ،په دې اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لوري یو مهم پرمختګ مخې ته راغلې دې.

د خپور راپور ترمخه د ملګرو ملتونو يو اين ایچ سي ار يا د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو ادارې د دوی پر افغان ښځينه کارکوونکو د طالبانو له بنديز وروسته، په افغانستان کې ددوی په ځينو مرکزونو کې خپلې بهرنۍ ښځينه کارکوونکې ګمارلې دي او له کډوالو سره خپلې ځنډول شوې مرستې يې بېرته پيل کړيدي . . 

يادې ادارې ويلي، چې افغانستان ته واپس  ستنېدونکو ښځينه کډوالو ته ی ددوی لپاره د غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره يې دغه اقدام کړی دی چې افغان ښځینه کډوالو ته خدمتونه وړاندې کړي او ددوی ستونزې هواري کړي. . 

دا هم مهمه ده او باید اوویل شي چې يو اين ایچ سي ار دا نه دي  ويلي، چې دغه بهرنۍ کارکوونکې يې له کومو هېوادونو څخه ګمارلې دي، خو زاويه نيوز معلومات ترلاسه کړي، چې ډېری ګمارل شوې ښځینه کارکوونکې  يې پاکستانۍ او د سيمې نورو د هېوادونو مېرمنې دي، چې د لوړ مالي امتياز په بدل کې اړوندې دندې پر مخ وړي . ….

نورخبرونه

په زنانؤ بنديزونو په اړه دولتي تګ لاره د شريعت مطابق ده دې کښې د چا دخل نه منو، ذبيح الله مجاهد

Related Articles

فنانشل ټایمز راپور ورکړی چې د فیلډ مارشل عاصم منیر غیر معمولي ډیپلوماټیک مهارتونه د امریکا او ایران د خبرو اترو په دوام کې مهم رول لوبوي

April 23, 2026

هره خپلواکه نړۍواله دولت حق لري چې په خپله خاوره کې د غیرقانوني مېشتو بهرنیو وګړو د بېرته لېږلو پرېکړه وکړي. امریکا، برېتانیا، جرمني او نور اروپایي هېوادونه هم په دوامداره توګه بې اسنادو کډوال بېرته ستنوي

April 23, 2026

امریکايي مرکزي قومانداني د هغو راپورونو سخت رد کړی چې ګواکې د ایران سمندري بندیز مات شوی دی

April 23, 2026

پاکستان او ایران د نړیوال ټرانسپورټي سیستم له لارې یو نوی ټرانزیټي سوداګریز دهلېز پرانیستی، چې له مخې یې د مرکزي اسیا لپاره نوې ځمکنۍ سوداګریزه لار رامنځته شوې او د سیمه‌ییزو اړیکو او صادراتو د ودې سبب ګرځي

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *