تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان باید له خبرو اترو لارې شخړې هوارې کړي: ذبیح الله مجاهد

ذبیح الله مجاهد په خپل ځانګړي پیغام کې ویلي دي چې پاکستان او افغاستان لپاره دا مناسب نه دي چې په یو بل تورونه لګوي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبيح الله مجاهد د پاکستان په اړه په خپل تازه پيغام کې ويلي دي چې په یو بل تور لګول او د زور کارول د هېڅ لوري په ګټه نه دي. .

د افغانستان حکومت ویاند ټينګار وکړ چې افغانستان غواړي له پاکستان سره ورورګلوي اړيکې وساتي، زیاته ی کړه چې دواړه ګاوندي هیوادونه باید له خبرو اترو له لارې شخړې هواري کړي نه چې په یو بل تورونه ولګوي.

نوموړي اوویل چې  موږ په سيمه کې ناامني نه غواړو، او که د دواړو هېوادونو ترمنځ کومه ستونزه پيدا شي نو بايد د ورورګلوي فضا او خبرو اترو له لارې دا شخړه هواره شي. . مولوي ذبيح الله مجاهد زياته کړه چې د دواړو هېوادونو په ګټه نه ده چې يو پر بل تورونه ولګوي، ټینګار ی وکړو چې پاکستان او افغانستان له نه دي  په کار چې   زور وکاروي او يا داسې فضا رامنځته کړي چې د ستونزو حل لا نور هم ستونزمن کړي.

نورخبرونه

د سیمې ثبات لپاره د افغانستان او پاکستان همکاري اړینه ده: بیرسټر سیف

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *