الجزيره ټي وي سره مرکې په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د ملک سيکيورټۍ،سيمې صورتحال او مشرقي وسطې کښې رامخې ته شوي واقعاتو او پرمختګونو په معاملو خبرې کړيدي ۔ اسحاق ډار په دوحه د اسرائيلي حملو مذمت کړې او وئيلي ئي دي چې يو خپلواکه ملک باندې د دا قسمه حملو هيڅ جواز نه جوړيږي پاکستان به د منطقي امنيت لپاره خپل کردار ادا کوي ۔ خارجه وزير د غزه په صورتحال د تشويش اظهار کړے او هلته ئې د فوري او غير مشروط جنګ بندۍ مطالبه کړيده ۔ پاک هند تاؤ تريخوالي په معامله د يوې پوښتنې په جواب کښې اسحاق ډار ووئيل چې پاکستان يو پرامن او ذمه وار ايټمي قوت دے هيچا سره هم جنګونه کول نه غواړي خو د امن خواهش د پاکستان کمزوري ګڼل نه دي پکار ۔ د پهلګام حملو وروستو پيدا شوي صورتحال په حواله خارجه وزير ووئيل چې نريندر مودي د سازش د لاندې قصدا پاکستان سره جنګي صورتحال پيدا کړي وو او د هندوستان د حملو په جواب کښې د ملک دفاع کولو د پاکستان حق وو۔ هند سره مستقبل کښې څه قسمه مذاکراتو په حواله د يوسوال په جواب کښې خارجه وزير ووئيل چې پاکستان هميشه د سفارتکارۍ او شخړې د مذاکراتو د لارې د حل کولو خبره کړيده اوس هم هند واکمنو سره د کشمير بشمول په ټولو معاملو ګټه ور خبرو لپاره تيار يو۔ اسحاق ډار زياته کړه چې د سند طاس معاهدې لاندې د پاکستان او هندوستان ترمينځ د اوبو تقسيم شوېدے او هيڅ يو ملک هم په يک طرفه توګه دا معاهده نشي ختمولے که چرې نريندر مودي انتظاميې د پاکستان د برخې اوبه د بندولو څه قسم کوشش هم وکړو نو دا به د پاکستان خلاف ښکاره د جنګ اعلان وي او پاکستان به هم د دې فوري او موثره جواب ورکوي ۔
افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعماليدل نه دي پکار،اسحاق ډار
الجزيره ټي وي سره مرکې دوران نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار پاکستان کښې روان د بدامنۍ پيښو ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې پاکستان د ترهه ګړۍ خلاف روان جنګ کښې د ټولو نه زيات نقصانات برداشت کړيدي،د دې ناسور د خاتمے لپاره حکومتي کوششونه جاري دي،سيکيورټي فورسز او حکومت د اولس په مرسته ملک نه د ترهه ګرۍ جرړې د ختمولو عزم کړېدے، اسحاق ډار مخکښې ووئيل چې ټوله نړۍ د منطقي امن لپاره د پاکستان د قربانو نه ښه خبر ده پاکستان په خپله ترهه ګرۍ ځپلې ملک دے او په داسې حالاتو کښې هم هند په پاکستان بے بنياده توروونه لګوي پاکستان د هند بشمول د منطقې ټولو ملکونو سره ښه تعلقات غواړي ځکه چې هيڅوک هم دا نه غواړي چې ګاونډې ملک دې په څه قسمه مشکل يا تکليف کښې وي مونږ خپل چم ګاونډ نشو بدلولے ۔ افغانستان سره اړيکو په حواله خارجه وزير ووئيل چې د تير وختونو په نسبت د دواړو هيوادونو اړيکو کښې مثبت پرمختګ راغلے دے او تجارتي معاهدې شويدي ، پاکستان، افغانستان ، ازبکستان ترمينځ ريلوے پټلۍ غزولو په منصوبه کښې هم پرمختګ راغلې دے خو د افغانستان په خاوره د پاکستان د کالعدم تنظيمونو ټي ټي پي، بي ايل اے،مجيدبريګيډ او نورو ډلو ترهه ګرو په موجودګۍ پاکستان تشويش لري دا د پاکستان لپاره ناقابل قبول دے ۔ په دې موقع اسحاق ډار د اسلامي امارت نه مطالبه وکړه چې پاکستان کښې د بدامنۍ په پيښو کښې ککړ ترهه ګرو خلاف دې افغان دولت پخپله کارروائي وکړي دغه ترهه ګر دې پاکستان ته وسپاري يا دې دا ډلې د افغانستان نه وشړلې شي ۔ ياده دي چې وي چې دې نه آګاهو هم پاکستان څو وارې د افغان دولت نه دا قسمه مطالبې کړيدي، خېبر پښتونخوا او بلوچستان کښې د ترهه ګرۍ بريدونو کښې اضافه او دې حملو کښې د افغانانو د ککړتيا ثبوتونه په ډاګه کيدو نه پس تيره هفته بنو کښې وزيراعظم شهباز شريف هم وئيلي وو چې د پاکستان خلاف د افغانستان خاورې د استعمال معامله نور د برداشت کولو نه ده ۔ وزيراعظم اسلامي امارت ته په واضح ټکو کښې ووئيل چې کابل انتظاميه دې پاکستان سره اړيکې ساتل يا په خپله خاوره شرخوښو له خوندې ځايونه ورکولو کښې دې د يوې لارې انتخاب وکړي ۔ ترهه ګرو خلاف کارروائيو لپاره په افغان دولت دباؤ اچولو او دا معامله افغان حکومت سره دوباره پورته کولو لپاره د پاکستان خصوصي استازې محمد صادق هم ډير زر د کابل دوره کوي ۔