تازه خبرونه

د ناقانونه ټي ټي پي جنګیالو مړي افغان چارواکو ته وسپارل شول

په دیر کې د ټي ټي پي ترهګرو په ضد اپریشن کې شهید شوي د ضلع خیبر ایف سي ځواک اهلکار هم خاورو ته وسپارل شو
د پاکستان لوري افغانستان ته بیا بیا ور په ګوته کیږی چې پاکستان کې د ټي ټي پي جنګیالي بریدونه کوي

په وژل شوو د ټي ټي پي جنګیالانو کې مهم کمانډران هم شامل وو

پيښور: د ترهګرو په ضد د پاکستان سیکوریټي ځواکونو په عملیاتو کې د باجوړ، مومند او لاندې دير کې وژل شوي جنګيالو مړي  افغانستان ته وسپارل شول.

امنیتي سرچیني وايي چې په باجوړ، مومند او لاندې دير کې وژل شوي د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د جنګيالو مړي افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.

سرچينې زیاتوي چې د وژل شوو ترمنځ څو مهم قوماندانان هم شامل وو، چې مړي یې د سرحد هغې غاړې ته ولېږدول شول. تر ټولو لوی نوم د ټي ټي پي د سياسي کمېشن مشر مولوي فقير باجوړي زوی، مولوي فريد منصور دی، چې په باجوړ کې وژل شوی و. د هغه مړی هم له نورو جنګيالو سره افغانستان ته انتقال شو.

سربېره پر دې، د کمانډر وزير په ګډون ګڼ افغان جنګيالي هم وژل شوي، چې په باجوړ، مومند او لاندې دير کې په بېلابېلو عملياتو کې په نښه شوي وو. د سيمه‌ييزو چارواکو په وينا، په وژل شوو کې څو هغه افغان وګړي هم شامل دي چې له سرحده دې غاړې ته په ترهګريزو بريدونو کې ښکېل وو.

د مړو سپارل د افغان چارواکو سره په رسمي کچه ترسره شوي او د جنګیالو مړي خاورو ته سپارلو  لپاره افغانستان ته انتقال شوي دي. چارواکي دا کار د سرحدي همکارۍ او د وروستيو عملياتو يوه مهمه لاسته راوړنه بولي.

شهید شوې ایف سي اهلکار خیبر کې خاورو ته وسپارل شو

په دیر کې د ترهګرو سره په جهګړه کې د ضلع خیبر جمرود تحصیل اوسیدونکې د ایف سي اهلکار هم نن جمرود کې خاورو ته وسپارل شو. د خایی سرچینو ترمخه د جمرود ورمنډو میله اوسیدونکې عبدالمالک دیر کې د ترهګرو په ضد نښته کې شهید شوې وو او په خپله پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شو.

مهمه ده چې باید یادونه وشی چې د شهید شوی اهلکار په جنازه کې ځایی انتظامیه مشرانو ، د ایف سي ځواک مشرانو  او په ګنړ شمیر کې ځایی قبایلي مشرانو ګډون وکړو، د شهید شوي اهلکار قبر باندې د ګلونو ګیډۍ کیښودل شوې او شهید ته د چمتو ایف سي اهلکارو لوري سلامي هم وړاندې شوه.

خیبر پښتونخوا کې زرګونه ترهګر شتون لری: امنیتي سرچینې

د خیبر پښتونخوا امنیتي سرچینو ویلي دي چې په صوبه کې تر ۸۰۰۰ پورې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي وسله وال شتون لري او دا جنګیالي په عامه آبادۍ کې پټ شوي دي او په سیکوریټي ځواکونو بریدونه کوي.

سرچینو تاید کړې چې په ضلع خیبر او باجوړ ضلعو کې زیات جنګیالي شتون لري.

نور خبرونه

د پاکستان تحریک انصاف بندي مشر عمران خان دریځ  صوبه او وفاق جنګوي

د بارډر بل اړخ څخه ترهګري او په ملګري ملتونو کې د پاکستان دریځ

Related Articles

د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په افغانستان کې د شخصي مدرسو جوړولو بندیز لګولی او ټولې مدرسې یې د پوهنې وزارت تر کنټرول لاندې راوستلو امر کړی دی

May 4, 2026

د اسحاق ډار او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ ټیلیفوني اړیکه شوې، چې پکې د سیمې د سولې او امنیت لپاره د پاکستان سفارتي هڅو او د پاکستان-ایران همکارۍ په اړه خبرې شوې دي

May 4, 2026

د افغان “ګرین ټرېنډ” په وینا، د طالبانو استخباراتو په کابل کې د وسلو د انتقال د افشا کېدو وروسته په سیاہ سنګ سیمه کې کریک ډاؤن کړی او ځینې کسان یې نیولي دي

May 4, 2026

پاکستان د ذبیح الله مجاهد تورونه رد کړل، او افغانستان یې د ترهګرۍ مرکز او د پاکستان هدف وبللو

May 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *