تازه خبرونه

پخواني افغان طالبان په ناقانونه ډله ټي ټي پي کې شاملیږي

د ۲۰۲۵ د اګست په ۷مه په پایه تخت کابل کې د شاه شهید په سیمه کې د افغان موقتي حکومت له لوري تر ۵۰۰ څخه ۶۰۰ پخواني جنګیالي راوغوښتل شول
پخواني افغان طالبان په ناقانونه ډله ټي ټي پي کې شاملیږي

د تحریک طالبان افغانستان په ډله کې هغه افغان جنګیالي دي چې په تېرو کلونو کې د امریکا او نېټو پر ضد د تحریک طالبان افغانستان لوري جنګیدل

د افغانستان له خاورې د تندلارو فعالیتونو او د پاکستان په ضد ددوی کارولو په اړه نوي شواهد مخې ته راغلي دي

نوې راپورونه ښيي چې د تحریک طالبان افغانستان ګڼ پخواني جنګیالي اوس د کالعدم تحریک پاکستان طالبان سره یو ځای کیږي.

د کابل غونډه

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ د اګست په ۷مه د کابل د شاه شهید په سیمه کې د افغان موقتي حکومت له لوري تر ۵۰۰ څخه ۶۰۰ پخواني جنګیالي راوغوښتل شول.

دا هغه کسان وو چې په تېرو کلونو کې د امریکا او نېټو پر ضد د تحریک طالبان افغانستان لوري جنګیدل. ویل کیږي چې د غونډې څارنه په خپله د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني کړې .

مهمه ده چې یادونه وشی چې دې جنګیالو ته د کمو پیسو وظیفې ورکولو وړاندیز وش خو دوی لپاره کوم دایمي روزګار نه ورکول کیدل، دوی ته دوه لارې وړاندې شوې چې یا خو دې دوی پاکستان ته ستانه شی او یا دې وسله والو ډلو سره یو ځای شي. ددوی وسلې خو ضبط شوی دي او ګڼ شمیر ی اوس د ټي ټي پي په کرښو کې ورداخل شوي دي.

د اسلام‌اباد اندېښنې

د پاکستان شنونکي وايي، دا پرمختګ د افغانستان د تندلارو پالیسۍ بربنډه کوي. هغه جنګیالي چې پخوا د “مجاهدینو” په نوم وړاندې کېدل، نن د لنډ مهالي شتمنۍ په توګه کارېږي او بیا پرېښودل کېږي .

افغان خاوره د بریدونو لپاره کارول

پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې دا شواهد ثابتوي چې افغان خاوره لا هم

د سرحدي ترهګرۍ د لانچ‌پیډ په توګه کارېږي. د وروستیو عملیاتو پر مهال له

سره یو شمېر افغان جنګیالي نیول شوي او له هغوی سره هندي وسلې هم ترلاسه شوې دي. دا په ډاګه کوي چې بهرني قوتونه د افغان ډلو په وسیله د پاکستان د بې‌ثباته کولو هڅې کوي.

د “فرنچایز ماډل” جګړه

ماهرین وایی چې ټي ټي اې وس د یو فرنچایز په ماډل په توګه تندلاري ټي ټي پي ته ورسپاري ترڅو ترهګري لړۍ په مخ دوام وکړي.

زیاتېدونکي بریدونه

پاکستاني ادارې وايي، په روان ۲۰۲۵ کال کې ترهګري بریدونه ډېر زیات شوي چې
زیات بریدونه له ټي ټي پي لوري منل شوي دي.

سیمه‌یزې اغېزې

د امنیتي شنونکو په وینا، دا وضعیت په سیمه کې پر ثبات د باور پر ځای، بې‌اعتمادي او ګډوډي زیاته کړې ده. د تجزیه کارانو په نظر، د ستونزې یوازینی حل په بامقصدو خبرو اترو او اغېزمن سیمه‌یزو همکاریو کې دی، څو د ترهګرۍ د خپرېدو مخه ونیول شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *