تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۸۰م ناسته او پاکستان ته رامخامخ ګواښونه

پاکستان دریځ خپل کړې چې دايمي سوله او پرمختګ هله ممکن دي کله چې د رياستي ملاتړ لرونکې ترهګري پای ته ورسیږي
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۸۰م ناسته او پاکستان ته رامخامخ ګواښونه

د هند په ملاتړ سره د میمري پروژې هدف دې چې د هند پخوانۍ نیټورک له اسرایلو اړیکو سره یو ځای کړي چې مقصد ی دادې چې په پاکستان کې نامني راولي

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۸۰م ناسته به د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر پر ۹مه نېټه د امريکا په نيويارک ښار کې پيلېږي. پاکستان به په دې ناسته کې د خپل ګډون له لارې د نړيوال امن لپاره خپله ژمنتيا بيا تکرار کړي، او ورسره به هغه جدي امنيتي ننګونې هم روښانه کړي چې دا هېواد ورسره مخ دی.

پاکستان د اوږدې مودې راهيسې د رياستي ملاتړ لرونکو ترهګرو بريدونو ښکار پاتې شوی، په ځانګړي ډول د هند او افغانستان له لوري د ترهګرۍ پېښې د پاکستان لپاره يوه دوامداره ستونزه ده، چې پکې ډېرې ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

د هند د دولتي ادارو په ملاتړ فعالې ډلې د پاکستان دننه بريدونه کوي، او افغانستان بيا د خپلې خاورې څخه د فعاله منع شويو ډلو، لکه تحریک طالبان پاکستان پر ضد د مؤثر ګام پورته کولو کې پاتې راغلی دی. دا وضعيت د ټولې سيمې د سولې او ثبات لپاره يو ستر ګواښ ګڼل کېږي.

دلته باید یادونه وشی چې تراوسه پاکستان له ۸۰ زرو څخه د زياتو خلکو قرباني ورکړې او له ۱۵۰ ميليارده ډالرو څخه زيات اقتصادي زيان يې وزغمه. بيا هم، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد خپله مبارزه روانه ساتلې ده.

په بلوچستان کې د هند له لوري تمويلېدونکې ډلې لکه بلوڅ ازادۍ غورځنګ (بلوچ لبریشن آرمي) او بلوڅ لبریشن فرنټ فعالې دي، او په خېبر پښتونخوا کې د افغان خاورې څخه منع شوي ډله بريدونه کوي. بلوڅ لبریشن آرمي ته لا د مخکې څخه د نړيوالې ترهګرې ډلې حيثيت ورکړل شوی، چې دا د هند منظم پراکسي عملياتو يو څرګند ثبوت دی .

د پاکستان پر ضد سازشونه يوازې تر هند پورې محدود نه دي، بلکې اوس پکې د اسرائيلو رول هم راڅرګند شوی دی.

MEMRI

له اسرایلو سره تړلې یو تینک ټینک دې چې د بلوچستان د مطالعې پروژه په نوم ی د پاکستان د بې ثباتې لپاره خپلې عملي هڅې پیل کړي دي.

دې پروژه کې هدف دې چې د هند پخوانۍ نیټورک له اسرایلو اړیکو سره یو ځای کړي چې مقصد ی دادې چې په پاکستان کې نامني راولي.

ملګري ملتونه دې د دغو خطرونو جدي نوټس واخلي، کوم چې د ۲۴ کروړه نفوس لرونکي يو غړی هېواد ته متوجه دي. د پاکستان دريځ دا دی چې دايمي سوله او پرمختګ يوازې هغه وخت ا ممکن دی، کله چې د رياستي ملاتړ لرونکې ترهګۍ ته د پای ټکې کیښودل شي

Related Articles

د پاکستان د “غصه للحق” عملیاتو تازه معلومات: په افغانستان کې د طالبانو او تحریک طالبان پاکستان د زیربناوو پر ضد ترسره شوي بریدونه د پولې هاخوا د بریدونو د مخنیوي لپاره دي

March 14, 2026

د پاکستان د ملي سولې کمېټه د ټولو مسلکونو ترمنځ پر یووالي، د وسله والو ځواکونو پر ملاتړ، او د مقدسو ځایونو په ځانګړي ډول د اقصیٰ جومات پر ساتنې ټینګار کوي

March 14, 2026

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د وسله والو پر ضد هدفمند عملیات ترسره کړي، څو د پولې هاخوا بریدونو مخه ونیسي. چارواکي وایي چې دا اقدامات دفاعي او متناسب دي او موخه یې یوازې د هغو ډلو پر وړاندې اقدام کول دي چې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي.

March 14, 2026

پاکستان د زیاتېدونکو کړکېچونو او سرحدي ترهګریزو ګواښونو په منځ کې په افغانستان کې د وسله والو د بنسټونو پر وړاندې ټاکلي حملې پیل کړې

March 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *