تازه خبرونه

افغانستان کې ویجاړونکې زلزله: پاکستان د دارودرملو جوپه ورلیږي

د پاکستان کورنیو چارو وزیر او افغان کورنیو چارو وزیر ترمینځ په ټیلیفون خبرې شوې، پاکستان لوري ورته بشپړه مرستې ډاډ ورکړې شوې
افغانستان کې ویجاړونکې زلزله: پاکستان د دارودرملو جوپه ورلیږي

د پاکستان لوري افغان زلزله ځپلو سره د مرستو پریکړه په داسې وخت کې شوې چې په کونړ او ننګرهار کې زلزله ځپلي انساني مرستو ته ډیره اړتیا لري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لوري یوه اعلامیه خپره شوې ده

په دې سرکاري اعلامیه کې ویل شوي دي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، ښاغلي محسن نقوي، د اسلامي امارت د کورنیو چارو له وزیر، عالیقدر خلیفه سراج الدین حقاني سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړي دي

په ټیلیفوني خبرو کې ښاغلي نقوي د کونړ او ننګرهار د وروستي زلزله‌ځپلو قربانیانو او ټپیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ټپیانو د درملنې او بشري مرستو د برابرولو ډاډ یې ورکړو

په اعلامیه کې زیاتوي چې ه سراج الدین حقاني د دغې خواخوږۍ او مرستو له امله له پاکستانه مننه وکړه او په همدې وخت کې یې د خیبر پښتونخوا او پنجاب د سیلاب‌ځپلو خلکو سره هم له افغان لوري خپله خواخوږي هم څرګنده کړه

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې پاکستان حکومت په ننګرهار او کونړ کې د زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې پریکړه کړې چې خپله لومړې د دارودرملو او د ژوند نورو اړتیاو جوپه به افغانستان ته ولیږي چې د زلزله ځپلو سره په دې سخت وخت کې مرستې وشي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *