په برتانیه کې په دې وروستیو کې یوه پخوانۍ قضیه بیا راپورته شوې ده. په دې قضیه کې ابرار حسین او څو نورو کسانو ته د ماشومانو د جنسي تېري وروسته سزا ورکړل شوې وه
د راپورنو ترمخه دا پرېکړه د ۲۰۲۵ په جنورۍ کې شوې وه او وروسته یې جزا هم زیاته شوه. خو اوس دا موضوع په داسې انداز سره تودېږي، لکه چې ټول پاکستانيان پکې تورن وي او د پاکستانیان په ضد یوه ښکار پروپیګنډه کولې شي
دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې حقیقت دا دی چې جرم د یو شخص کار وي، نه د یوې ټولنې یا نسل چې ددې په وجه ټوله ټولنه یا کوم ځانګړې هیواد په ګوته شي .
که کوم پاکستانی تېری کوونکی وي، باید سزا ورته ورکړل شي. خو دا چې رسنۍ یوازې د پاکستاني نوم لرونکي مجرمانو کيسې غټوي او بیا یې د ټول قوم په غاړه اچوي، دا عین تعصب دی او ناانصافي ده
د برتانیې د پولیسو د ادارې شمېرې ښيي چې په ماشومانو د جنسي تېري ډېری مجرمان سپین پوستکي دي. یوازې دوه نه تر درې سلنه پورې پېښې د پاکستاني شالید لرونکو کسانو پورې تړاو لري. د عدلیې وزارت راپور هم وايي چې د ماشومانو د جنسي تېري ۸۸ سلنه تورن کسان سپین پوستکي وو. خو بیا هم رسنۍ د پاکستاني نوم لرونکي تورن کسان ډېر په ګوته کوي چې دا یو ذاتي تعصب او کرکه څرګندوي
دا دوه ګونی معیار په نورو مثالونو کې هم ښکاري. په امریکا کې یوه اسرائیلي اهلکار د ماشومانو د استحصال په تور ونیول شو، خو د هغه قومیت یا مذهب ته هېڅ اشاره ونه شوه. په برتانیه کې بیا برعکس، د یو مجرم له وجهې ټول قام یا هیواد په ضد پروپیګنډه کیږي
اصلي ستونزه دا نه ده چې مجرم د کوم نسل یا مذهب دی. ریښتینی بحران د هغه نظام ناکامي ده چې ماشومان خوندي نه شي ساتلی. که نظام سم وای او په نظام کې ماشومانو ته خوندیتوب وې، نو مجرم هر څوک چې وای نو د هغه به یې مخه نیول شوې وای خو دلته پوښتنې را اوچتیږي چې په نظام او اولس په سوچ او فکر کې هم زیات توپیر شته
له همدې امله، جرم ته باید یوازې د جرم په سترګه وکتل شي. نه د نسل، نه د مذهب او نه د قوم له مخې
که په یو هیواد یا ټولنه کې دا کار و نه شي نو ټولنه به وېشل کېږي او اصلي ستونزه به نوره هم پټه شي او بدکارونه به نور هم دوام اومومي