تازه خبرونه

کابل کښې د سورلو بس چپه کيدو لوجې ۲۵ کسان پحق رسيدلی دی

بس د قندهار ښار نه کابل په لور روان وو، د تيز رفتارۍ لوجې د سړک نه لويدلې وو، افغان کورنیو چارو وزارت
کابل کښې د سورلو بس چپه کيدو لوجې ۲۵ کسان پحق رسيدلی دی

کابل ټړيفکی پيښې د پنځويشت کسانو ژوند اخستی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالمتین قانع رسنيو ته وئيلي دی چې کابل ښار کښې ټړيفکی پيښې د ۲۵ کسانو ژوند اخيستي دے. عبدالمتین قانع وائی چې د قندهار څخه کابل په لوري روان د سورلو بس چپه کیدو پيښه کښې ۲۵ تنه پحق رسيدلی او ۲۷ ټپيان شويدی. د سړک څخه لويدلې د سورلو دا بس ارغندي سيمه کښې د ډرائيور د غلطۍ او د حد نه سيوا د تيز رفتارۍ لوجې د پيښې ښکار شوي وو.دې بده پيښه کښې مړه او ټپیانو کښې زنانو او ماشومان هم شامل دی. د پيښي وروسته امدادي کارکنانو او ځائی خلکو د بس ځخه ټول مړي او ټپیان راويستلي او نزدې روغتونونو ته ئې استولي وو. کابل پوليسو د پيښې پلټنې پيل کړي دي. څو ورځې وړاندې هرات ولايت کښې د ايران څخه خپل هيواد ته ستنيدو نکو افغانانو بس د تیلو يو ټينکر سره جنګيدلې وو چې لوجې ئې بس کښې ناست ټول ۷۱ افغانان پحق رسيدلی وو.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *