تازه خبرونه

هند لخوا اوبه پريخودو لوجې ستلج درياب کښې د اوبو سطح لوړه شوې،سيلابي صورتحال ،ګڼ شمير کلي اوبو لاندې راغلي دي

هند د سند طاس معاهدې خلاف وزري کړې د انډس واټر کميشن په ځائې سفارتي ذرائع نه سيلاب خبردارې ئې ورکړې وو،خارجه دفتر
هند لخوا اوبه پريخودو لوجې ستلج درياب کښې د اوبو سطح لوړه شوې،سيلابي صورتحال ،ګڼ شمير کلي اوبو لاندې راغلي دي

دريائےستلج کښې اضافه اوبه راپريخودو لوجې د سيلاب خطره

په داسې مهال چې د پاکستان په ټولو صوبو کښې د بارانونو لړې دوام لري وخت په وخت د خېبرپښتونخوا،ګلګت بلتسان او کشمير کښې کلاؤډبرسټ واقعات رامخې ته کيږي او موسمياتو محکمې دنورو بارانونو او سيلابونو خبردارې هم ورکړېدے د هند لخوا دريائے ستلج کښې اضافي اوبه راپريخودي شويدي چې لوجې ئې پنجاب کښې د ممکنه سيلابونو الرټ جاري شوېدے، د هند لخوا اوبه راپريخودو په وجه ستلج درياب کښې حفاظتي بندونه په اوبو کښې لاهو شويدي، خواؤ شا کلي په اوبو کښې ډوب شويدي او انتظاميي په زرګونو خلک محفوظ مقاماتو ته منتقل کړيدي ، د څليريشت ګهنټو دوران هند واکمنو پاکستان له دوه ځله د اوبو د پريخودو اطلاع ورکرې وه خو پاکستان ته دغه اطلاع د سفارتي ذرائع د لارې ورکړې شوي وه ، دريائے ستلج کښې د اوبو سطح خطرناک حد پورې سيوا کيدو نه پس اين ډي ايم اے پنجاب کښې د ممکنه سيلابونو خبردارې ورکړېدے متعلقه ادارو ته د څه قسمه ممکنه نقصاناتو نه د بچ کيدو لپاره تيار اوسيدو او په هنګامي بنياد اقدامات پورته کولو هدايات جاري شويدي ۔ سفارتي ذرائع وائي چې هند په اسلام آباد کښې د خپل هائي کميشن په ذريعه پاکستان ته خبردارې ورکړې وو چې د مقبوضه کشمير کښې د طوي درياب کښې د سيلاب ممکنه خطره ده ۔ پاکستان په دريائے ستلج کښې اضافي اوبه راپريخودو په حواله د هند لخوا سند طاس د معاهدې او نړي وال قانون مطابق اطلاع نه ورکولو باندې د تشويش اظهار کړېدے ۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د سند طاس د معاهدې مطابق هند واکمنو د دې پابند دي چې په دريابونو کښې اوبه راپريخودو او يا د اوبه بندولو لپاره به پاکستان ته د مخکښې نه اطلاع کوي او دغه اطلاع يا معلومات به د انډس واټر کميشن په ذريعه پاکستان ته ورکوي خو هند واکمنو د سند طاس د معاهدې خلاف ورزي کړيده او د ممکنه سيلاب خبردارې ئې د سفارتي ذرائع نه پاکستان ته ورکړې وو۔ د خارجه دفتر په بيان کښې زياته کړي شويده چې د هند واکمنو لخوا بار بار د سند طاس معاهدې خلاف وزري د منطقې امن د خطرې سره مخ کولې شي ۔ پنجاب کښې د ممکنه سيلاب لوجې سيالکوټ، قصور، نارروال،اوکاړه،پاک پتن،بهاولنګر، وهاړي او نورې سيمې د متاثره کيدو انديښنه ده راتلونکي څليريشت ګهټنو کښې د پنجاب په دريابونو کښې د اوبو سطح کښې د نورې اضافې خبردارې هم ورکړي شوېدے۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *