د بنګله ديش پخواني وزيراعظمه حسينه واجد اقتدار د ختميدو نه پس د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ تعلقات ۱۳ کاله پس بيا بحال شويدي د حکومتي او پوځي مشرانو دورو او رابطو سلسله شورو شويده ۔ هم دې سلسله کښې د بنګله ديش حکومت په خصوصي بلنه نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د ډهاکه دوه ورځنې دوره کړې وه او هلته ئي مهم ملاقاتونه کړي وو۔ًً د خارجه دفتر ترمخ د اسحاق ډار د بنګله ديش د عبوري حکومت مشر(چيف ايډوائرز) پروفيسر محمد يونس سره ملاقات کړې وو او ورسره ئې دوه اړخيزه اړيکو پراختيا،مختلف شعبو کښې همکارۍ،د سارک تنظيم په منظم کولو،منطقه کښې رامخې ته شوي پرمختګونه او د سيمې په صورتحال تفصيلي خبرې کړيدي، خارجه وزير اسحاق ډار د بنګله ديش چيف ايډوائزر ته د وزيراعظم شهباز شريف د نيک خواهشاتو پيغام رسولې او وئيلي ئي دي چې پاکستان د خپل ګاونډي ملک بنګله ديش سره اړيکې مضبوطول غواړي ، پروفيسر محمد يونس هم د پاکستان او د حکومت لپاره د نيک خواهشاتو اظهار کړې او وئيلي ئي دي چې د سيمي د امن او استحکام لپاره د دواړو ملکونو د مشرانو خيالات يو شان دي ۔ د ملاقات په مهال د رابطو سلسله جاري ساتلو باندې اتفاق شوېدے ۔ خارجه وزير اسحاق ډار د بنګله ديش دورې په مهال ښه ميلمستيا کولو باندې د بنګله ديش د حکومت شکريه ادا کړيده ۔ دې نه مخکښې اسحاق ډار د بنګله ديش د خارجه امورو صلاح کار توحيد حسين سره ليده کاته کړي وو، د خارجه دفتر ترجمان ترمخه د دواړو وزيرانو دا ملاقات ډير ښه ماحول کښې شوي وو چې پکښې د دواړو ملکونو ترمينځ د تير وخت په څير اړيکې بيا د قائمولو، په مختلف شعبو کښې تعاون ، تجارت ،سرمايه کارۍ او نورو شعبو کښې همکارۍ نه علاوه د منطقې او د نړۍ په صورتحال د خيالاتو بدلون شوي وو۔ د بنګله ديرش خارجه امورو صلاح کار د خپل هم منصب د دورې هرکلي کړې او وئيلي ئي دي چې دواړو ملکونو ترمينځ تعلقاتو په حواله په حکومتي کچ د رابطو او دورو دا سلسله دوامداره ساتل پکار دي ۔ په دې موقع د دواړو ملکونو د وفدونو په سطح مذاکرات هم شويدي چې پکښې مختلف شعبو کښې تعاون په معاملو خبري شويدي ۔
پاک ۔ بنګله ديش مهم مفاهمتي ياداشتونه لاس ليک
د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د ډهاکه دورې په موقع د دواړو ملکونو ترمينځ مختلف شعبو کښې د تعاون په حواله په شپږ مختلف معاهدو او د مفاهمت په ياداشتونو لاس ليک شوېدے ۔ دواړو ملکونو سفارتکارو او سرکاري پاسپورټ لرونکي کسانو له د ويزه فري د تګ راتګ سهرلت بيا بحالولو فيصله کړې او په دې حواله ئي ډهاکه کښې په معاهده لاس ليک کړېدے ۔ دواړو ملکونو ترمينځ تجارت ته وده ورکولو لپاره مشترکه ورکنګ ګروپ جوړولو په مفاهمت هم دستحط شوېدے۔ د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ فارن سروس اکيډمو،ميډيا شعبه کښې تعاون،د ثقافتي تبادلې په پروګرامونو هم د مفاهمت ياداشتونه لاس ليک شويدي ۔ د اسلام آباد انسټي ټيوټ آف سټريټجک سټډي او د بنګله ديش انسټي ټيوټ اف انټرنيشنل اينډ اسټريټجک سټډي ترمينځ د تحقيقي تعاون لپاره هم د مفاهمت په ياداشت دستحط شوېدے ۔خارجه دفتر ترمخه حکومت د بنګله ديش د طالب علمانو سهولت لپاره د پاکستان بنګله ديش نالج کواريډور د جوړولو اعلان کړېدے د دې منصوبې ترمخه پاکستان به راتلونکي پنځه کالو پورې د بنګله ديش ۵۰۰ طالب علمانو له سکالرشپونه ورکوي چې پکښې ۲۵ فيصده کوټه د ميډيکل طالب علمانو لپاره مختص کړي شويده دې نه علاوه پنځه کالو دوران به پاکستان د بنګله ديش سل سول سرونټس له مختلف تربيتي پروګرامونه هم منعقد کوي ۔ د بنګله ديش خارجه وزارت د اسحاق ډار دوره ګټه ور ګرځولي ده د خارجه وزارت لخوا جاري شوي اعلاميې ترمخه د پاکستان خارجه وزير د ډهاکه دوه ورځنې دوره ،حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه او دواړو ملکونو ترمينځ مختلف شعبو کښې د تعاون په حواله مفاهمتي ياداشتونه او معاهده سره به د دواړه ملکونوپه تعلقاتو ښه اثرات پريباسي۔ خارجه وزير اسحاق ډار د دې دوري په مهال د بنګله ديش پخواني وزيراعظمې او د بنګله ديش نيشل پارټۍ چيئرپرسن بيګم خالده ضيا،د بنګله ديش د جماعت اسلامي ګوند مشر ډاکټر شفيق الرحمان،د بنګله ديش نيشنل سيټزن پارټۍ د نمائندګانو سره هم ملاقات کړې وو او ورسره ئي دواړو ملکونو اريکو پراختيا او د شريکې دلچسپې په معاملو خبرې کړې وې ، د بنګله ديش سياسي پارټو مشرانو د خارجه وزير اسحاق ډار د دورې هرکلي کړې او د دواړو ملکونو ترمينځ ښه تعلقات قائمولو د عزم اظهار ئې کړېدے۔