تازه خبرونه

افغانستان سفیر د افغان کډوالو نیټه د بیا غځولو غوښتنه کړې ده

افغان سفیر ویلي دي چې د افغان کډوالو د واپس لېږلو پرېکړه یواړخیزه ده او زیاته یې کړه چې ډېر کډوالو ته اجازه نه‌ورکول کیږي چې خپل مالونه له ځان سره افغانستان ته یوسي
افغانستان سفیر د افغان کډوالو نیټه د بیا غځولو غوښتنه کړې ده

افغان سفیر ویلي دي چې افغان وګړي پاکستان کې شتمنۍ لري،کاروبارونه لري او دوی له دې نیټه ورکړل شي

په داسې وخت کې چې پاکستان درې ځل د افغان کډوالو افغانستان ته د واپس لیږلو نیټه غځولې، په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب یو ځل بیا له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو لپار ورکړل شوې آخري نیټه دې وغځوي.

نوموړي ویلي، ډېر افغان وګړي په پاکستان کې شخصي شتمنۍ، کاروبارونه او پانګې لري چې په دومره لږ وخت کې یې پلورل یا انتقالول ناممکن دي.

شکیب د افغان کډوالو د شړلو پرېکړه یواړخیزه وبلله او زیاته یې کړه چې ډېر کډوالو ته اجازه نه‌ورکول کیږي چې خپل مالونه له ځان سره افغانستان ته یوسي. هغه خبرداری ورکړ چې دا کار به افغان کډوالو ته لوی مالي زیانونه ورسوي.
د ستونزې د حل لپاره، نوموړي د یوه درې‌اړخیز کمیسیون جوړولو چې پکې پاکستان، افغانستان او یواین ایچ سي ار شامل وی وړاندیز وکړو.
وې ویل چې دا کمیټه دې د افغان کډوالو د خوندي او منظم ستنیدلو څارنه وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې د دومره ډېرو خلکو برخلیک پورې اړوند پرېکړې باید په مشوره وشي.
شکیب له پاکستان وغوښتل چې له افغانستان او یو این ایچ سي آر

سره همکاري وکړي او د کډوالو د حقونو خوندي کولو لپاره شریک کار وکړي.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې پاکستان له دې وړاندې هم درې ځل د افغان کډوالو واپس ستنولو نیټه غځولې، پاکستان امنیتي چارواکي وایی چې دوی دا پریکړه په هیواد کې د امنیتي وضع پس کړې ده چې افغان وګړي واپس خپل هیواد ته ولیږي

Related Articles

د سي ډي اې د اصلاحاتو په اړه روان بحث دا اړتیا په ګوته کوي چې د حساب ورکونې هڅې باید د حقایقو، رسمي اسنادو او روڼو او شفافو کړنلارو له لارې وارزول شي

March 16, 2026

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *