تازه خبرونه

که مودي دوباره حمله وکړه نو د جوابي کارروائۍ آغاز به د هند ختيځي برخې نه کوؤ،پوځ هر ځائې خپل دښمن په نښه کولې شو،ډي جي آئي ايس پي آر

د فيلډمارشل عاصم منير د ملک صدر جوړيدو خبرونو کښې هيڅ حقيقت نشته،”دي اکانومسټ” سره د ليفټنټ جنرل احمد شريف مرکه
که مودي دوباره حمله وکړه نو د جوابي کارروائۍ آغاز به د هند ختيځي برخې نه کوؤ،پوځ هر ځائې خپل دښمن په نښه کولې شو،ډي جي آئي ايس پي آر

پاک پوځ خپل دښمن هرځائې په نښه کولې شي،ترجمان

د پاک پوځ ترجمان ليفټنټ جنرل احمد شريف چودهري يوې هفته وار مجلې “دي اکانومسټ” ته خصوصي مرکه کښې د ملک په امنيتي ،سياسي صورتحال او پاک هند تاؤ تريخوالي په معاملو خبرې کړيدي ،ډي جي آئي ايس پي آر د فيلډ مارشل عاصم منير د ملک صدر جوړيدو په حواله ټولې ګنګوسې مسترد کړيدي ۔ ليفټنټ جنرل احمد شريف وئيلي دي چې د هند خلاف معرکه حق کامياب آپريشن نه پس فيلډ مارشل عاصم منير صدر پاکستان جوړيدو په حواله سياسي تجزيې بے بنياده دي او هيڅ حيثيت ئې نشته ۔ د پاک پوځ د ترجمان بيان په داسې مهال راغلې دے چې څو ورځې وړاندې د ملک مختلف رسنيو خپل رپورټونو کښې د سرچينو په حواله وئيلي وو چې حکومت د صدر آصف علي زرداري په ځائي فيلډ مارشل عاصم منير د ملک نوي صدر د جوړولو منصوبه لري خو وزيراعظم شهباز شريف ،داخله وزير محسن نقوي،د ن ليګ سنټير عرفان صديقي او د پيپلز پارټۍ جنرل سيکتر نيئر بخاري دغه تجزيې او خبرونه مسترد کړي وو۔

د هند د دوبارې حملې جواب به نااشنا وي، پاک پوځ ترجمان

ډي جي آئي ايس پي آر نه د مرکې دوران پوښتنه شوي وه چې پاکستان خلاف د هند دوباره پوځي کارروائۍ ردعمل به څنګه وي؟ د دې په جواب کښې ليفټنټ جنرل احمد شريف چودهري ووئيل چې د نريندر مودي د ترهه ګرۍ د حملو جواب به موثره پوځي کارروائۍ سره ورکوؤ ۔ د پوځ ترجمان ووئيل که چرې مودي دوباره په پاکستان د حملې کوشش وکړو نو د جوابي کارروائۍ آغاز به د ختيځ هند نه کيږي دا جواب به زيات موثره بلکه غير روايتي هم کيدې شي ۔ ليفټنټ جنرل احمد شريف زياته کړه چې هندله په دې حقيقت پوهيدل پکار دي چې هغوي هم هر ځائې کښې وژلې کيدې شي او دا ځل به د پاک پوځ جوابي کارروائي د هند دننه ډيرې خطرناکې نتائج رابرسيره کړي ۔

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *