تازه خبرونه

ګلګت لينډسلائيډنګ،سرچ آپريشن بند،د خېبرټي وي اينکرشبانه لياقت بشمول 10 بے درکه سيلګرو د بچ کيدو اميدونه ختم،غائبانه نماز جنازه اد

د ګلګت سيلاب متاثرين به يواځې نه پريږدو، موسمياتو بدلون د خطرو مخ نيوي لپاره فوري او موثره اقدامات پورته کول پکار دي،وزيراعظم

1 min read

ګلګت لينډسلائيډنګ،سرچ آپريشن بند،د خېبرټي وي اينکرشبانه لياقت بشمول 10 بے درکه سيلګرو د بچ کيدو اميدونه ختم،غائبانه نماز جنازه ادا

ګلګت:د بے درکه سيلګروغائبانه جنازه ادا شوې

August 4, 2025

ګلګت بلتستان حکومت دوه هفتې مخکښې راغلې سيلابونو، لينډ سلائيډنګ او کلاؤډ بلاسټ لوجې د تباه شوي سيمونه مړي راويستل او بے درکه سيلګرو د لټون لپاره شورو کړي شوي ريسکيو او سرچ آپريشن بند کړېدے ۔ د حکومت وياند فيض الله فراق وئيلي دي چې د بابو سر په شاهراه د ملبې لاندې ګهير ټول ګاډي راويستلي شويدي او څوارلس ورځې پس سرچ آپريشن بند کړې شوېدے، حکومتي ترجمان ترمخه د نجي ټي وي اينکر پرسن شبانه لياقت،د هغې درې بچو او خاوند بشمول د نورو بے درکه سيلګرو د بچ کيدو اميدونه ختم شويدي او د دوي غائبانه نماز جنازه ادا کړي شويده ۔ طوفاني بارانونو او سيلابونو نهه کلي په مکمله توګه ويجاړ کړي وو۔خراب موسم او د لينډ سلائيډنګ لوجې پنځه سوؤ نه زيات سيلګري په بابوسرټاپ او خواؤ شا علاقو کښې ګهير شوي وو، د پاک پوځ او ريسکيو چارواکو په کوششونو دغه کسان حفاظت سره د ګلګت نه نورو سيمو ته منتقل کړي شوي وو ولې لس سيلګري بے درکه وو او د شل نه سيوا ګاډي سيلابي اوبو د ځان سره اوړي وو۔ ګلګت حکومت اووه ديرش ضلعې آفت زده ګرځولې دي ۔

ګلګت سيلاب متاثرينو به مکمل مرسته کوؤ،وزيراعظم

وزيراعظم شهباز شريف د سيلانونو د نقصاناتو جائزه اخستو لپاره ګلګت بلتستان ته تلې وو او د متاثره سيمو دوره ئې کړې وه ۔ د وزيراعظم په مشرۍ کښې د اعلي پائې اجلاس هم ګلګت کښې شوي وو چې پکښې
د سيلابونو تباه کارۍ او متاثره علاقو کښې د بيا آباد کارۍ په معاملو غور شوېدے ۔ د ګلګت ګورنر سيد مهدي شاه او وزيراعلي ګلبر خان وزير اعظم شهباز شريف ته د نقصاناتو په حواله تفصيلي بريفنګ ورکړېدے او وئيلي ئي دي چې سيلابونو لوجې لس تنه مړه شوي،اويشت پلونه او پنځه سوه کورونه سيلابي اوبو اوړيدي، حکومتي چارواکو ترمخه په مجموعي توګه دې قدرتي آفت په وجه د شل ارب روپو نقصان شوېدے ۔ اجلاس ته وينا په وخت وزيراعظم شهباز شريف په ګلګت کښې شوي ځاني زيانونو باندې د افسوس اظهار کړېدے او وئيلي ئي دي چې اين ډي ايم اے د ګلګت بلتستان حکومت سره په رابطه کښې ده وفاق به متاثرين چرې هم يواځې نه پريږدي د دوي د نقصاناتو ازاله به کوؤ۔ د وزيراعظم وينا وه چې پاکستان هم د موسمياتو بدلون لوجې متاثره ملکونو کښې شامل دے او هر کال د دې په اثراتو کښې اضافه راځي چې لويه وجه ئې د کاربن ګيسونو اخراج او ماحولياتي الودګي ده ۔ وزيراعظم زياته کړه چې پاکستان په خپل سر د موسمياتو بدلون د خطرو مخ نيوي نشي کولې دې لپاره په نړي واله سطح فوري او موثره اقدامات پورته کول پکار دي ۔ وزيراعظم متعلقه چارواکو ته هدايت کړېدے چې متاثره سيمو کښې د آباد کارۍ کار زر تر زره شورو کړي او د موسمياتو محکمې د پيشګي اطلاع نظام نور فعاله کولو حکم ئې کړېدے ۔

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *