تازه خبرونه

پاکستان ۔ ايران د اړيکو اواقتصادي پرمختګ د نوي دور آغاز،ايران صدر مسعود پزشکيان د پاکستان په دوه ورځنې دوره راغلې دے

پاکستان سره اړيکې پراخه کول،تجارتي حجم ۱۰ ارب ډالر ته غزول او شاهراه ريشم د لارې چين سره ايران تړل غواړو، مسعود پزشکيان

1 min read

پاکستان ۔ ايران د اړيکو اواقتصادي پرمختګ د نوي دور آغاز،ايران صدر مسعود پزشکيان د پاکستان په دوه ورځنې دوره راغلې دے

:ايران صدر پزشکيان د پاکستان په دوه ورځنې دوره

August 2, 2025

د ايران صدر مسعود پزشکيان خپله وړومبې سرکاري دوره باندې پاکستان ته راغلې ده،ايران صدر د وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي بلنه د پاکستان دا دوره کوي ،ايران صدر د خپلې دورې په لومړي پړاؤ لاهور ته رارسيدلې وو، په ائير پورټ د پنجاب وزيراعلي مريم نواز او د مسلم ليګ ن قائد ميا نواز شريف د ايران د صدر او هغه سره راغلي وفد تود هرکلي کړې وو،د ايران خارجه وزير عباس عراقچي او نور اعلي چارواکي هم د صدر پزشکيان سره د پاکستان په دوره دي، د ايران صدر سره د خپل وفد لاهور کښې د علامه اقبال د مزار حاضري کړي او د حکومتي مشرانو سره ملاقات لپاره اسلام آباد ته تلې دے ۔ د ايران د صدر د پاکستان دورې مقصد دواړه ملکونو ترمينځ اړيکې نورې پراخه کول،د پاک ايران پولو او سيمې سيکيورټۍ په معاملو پاکستاني چارواکو سره خبرې کول دي

پاکستان سره تعلقات مضبوطول غواړو،ايران صدر

پاکستان ته سفر کولو نه مخکښې تهران کښې د رسنيوسره خبرو په مهال د ايران صدر مسعود پزشکيان د سيمې موجوده صورتحال په تناظر کښې د پاکستان دوره ګټه ور بللي ده ، مسعود پزشکيان وينا وه چې د هغه د اسلام آباد سفر به د ايران او پاکستان ترمينځ د مودو راهسې ژور د ورورلۍ تعلقات نور هم پراخه کړي ۔ د ايران صدر د يوې پوښتنې په جواب کښې ووئيل چې پاکستان سره تجارتي حجم ۱۰ ارب ډالر ته سيوا کولو غواړو،مسعود پزشکيان زياته کړيده چې پاکستاني واکمنو سره ملاقاتونو کښې به د پولو سيکيورټۍ بشمول مهمو موضوعاتو باندې خبرې کوي،د ايران صدر د پاکستان او چين تاريخي منصوبه سي پيک او د چين ون بيلټ ون روډ منصوبه کښې د ايران د شموليت خواهش څرګند کړيدے او وئيلي ئي دي چې ايران د شاهراه ريشم د لارې چين سره تړل غواړو ۔

ايران صدر دوره پاکستان او مهمې لوظنامې
د ۱۶ مياشتو دوران د ايران دوئم صدر د پاکستان دوره د دواړو ملکونو ترمينځ د ورورلۍ او ملګرتيا د ښه تعلقاتو عکاسي کوي ۔ په ايران د اسرائيلي جارحيت او په دې سخت وخت کښې د پاکستان لخوا د ايران د موقف تائيد کول او د ايران جوهري تنصياتو باندې د حملو په نړي وال فورم مذمت کول نه علاوه د ايران د اولس سره يووالي اظهار دواړه ګاونډي ملکونه يو بل ته نور هم رانزدې کړيدي،د مسعود پزشکيان دې مهمه دورې په مهال د پاکستان او ايران ترمينځ تجارتي حجم کوم چې موجوده وخت کښې درې بلين ډالر دے د نور سيوا کيدو امکانات دي ۔ دواړه ملکونه اقتصاد او دفاعي تعاون ته وده ورکولو نه علاوه په پولو تجارتي تعاون ښه کولو لپاره سرحدي بازارونو ته ترجيح ورکول غواړي او معاشي پوهان دې سلسله کښې د ايران حکومتي وفد د پاکستان دورې ته خصوصي اهميت ورکوي۔

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *