تازه خبرونه

امریکا د هند په ۶ شپږو شرکتونو بندیز لګولې

دا بندیز اولسمشر ټرمپ د هند په دې شرکتونو له ایران سره د تجارتي معاهده کولو په بدل کښې لګولې دې
امریکا د هند په ۶ شپږو شرکتونو بندیز لګولې

د امریکا خزانې وزارت وایي چې یادو هندي شرکتونو له ایراني دولتي ادارو څخه د تېلو د اخیستلو لپاره جعلي اسناد او منځګړي چینلونه کارولي

امریکا د ایران پر ضد بندیزونو څخه د سرغړونې په تور د هند شپږ سترې پیټرو کیمیکل کمپنۍ تر اقتصادي بندیزونو لاندې راوستي دي

په دې کمپنیو تور دې چې له ایران څخه یې د میلیونونوډالرو په ارزښت تېل اخیستي او د امریکا قوانینو یې سرغړونه کړې ده.

له امریکا لوري دا بندیزونو د امریکایی قانون ګلوبل میګنسټسکای ایکټ ترلاندې لګول شوي دي، ددې قانون ترمخه امریکا د ایران په انرژۍ سیکټر کښې په ایران باندې بندیزونه لګوي او نافذوي

د امریکا خزانې وزارت وایي چې یادو هندي شرکتونو له ایراني دولتي ادارو څخه د تېلو د اخیستلو لپاره جعلي اسناد او منځګړي چینلونه کارولي، څو د نړیوال مالي نظام له بندیزونو ځان خلاص کړي

امریکا خبرداری ورکړی چې که نور هېوادونه یا شرکتونه هم له ایران سره د تېلو سوداګري وکړي، نو هغوی به هم له جدي بندیزونو سره مخ شي

اقتصادي کارپوهان وایی چې دا پرېکړه نه يوازې د هندوستان پر اقتصاد اغېز کولی شي، بلکې په جنوبي آسيا کې د انرژۍ ډيپلوماسۍ توازن هم ګډوډولی شي

دلته ددې خبرې هم باید یادونه شوی چې دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی چې امريکا تازه له پاکستان سره د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ اعلان کړی، کوم ته چې د سيمې د نوې صف بندۍ په توګه کتل کېږي

همدارنګه، امريکا پر هندوستان ۲۵ سلنه ګمرکي محصول (ټیرف) هم لګولی او پر دې سربېره یې اضافي مالي جرمانه هم لګولې ده

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *