تازه خبرونه

خیبر پښتونخوا کښې هم د خر غوښې کاروبار افشا شو

اېډيشنل اسسټنټ کمشنر اختر رسول وويل، چې د ولس د صحت سره لوبې کوونکي د هېڅ ډول رعایت مستحق نه دي، او پر ضد به يې سخته قانوني کاروایی ترسره کېږي
خیبر پښتونخوا کښې هم د خر غوښې کاروبار افشا شو

د انتظامیه افسرانو ددې غیرمعیاري او ناقانونه کاروبار په ضد د اپریشن ویډیو هم په سوشل میډیا مخې ته راغلې ، په ویډیو کښې ښکاري چې یو خر تازه حلال شوې او غوښه ی پرته ده

بټګرام : د يو ځايي اوسېدونکي د پټې اطلاع پر بنسټ، د بټګرام مرستیال کمشنر په لارښوونه د اېډيشنل اسسټنټ کمشنر اختر رسول په مشرۍ یو مهم عملیات ترسره شول. دغه کارروایي د کوزه بانډه په سيمه کې وشوه چېرته چې يو تازه حلال شوی خر او د خره غوښه ونيول شوه

د انتظامیه افسرانو ددې غیرمعیاري او ناقانونه کاروبار په ضد د اپریشن ویډیو هم په سوشل میډیا مخې ته راغلې ، په ویډیو کښې ښکاري چې یو خر تازه حلال شوې او غوښه ی پرته ده

د رپورټ له مخې، په پېښه کې ککړ دوه کسان پر ځای ونیول شول او پوليسو ته وسپارل شول، په داسې حال کې چې ضبط شوې غوښه سمدستي له منځه يووړل شوه

د ضلعې انتظاميې د معلوماتو له مخې، پر تورنو کسانو مقدمه ثبت شوې ده او پلټنې پيل شوې دي، څو د دې ناقانونه کار شاته موجوده شبکه ښکاره شي

اېډيشنل اسسټنټ کمشنر اختر رسول وويل، چې د ولس د صحت سره لوبې کوونکي د هېڅ ډول رعایت مستحق نه دي، او پر ضد به يې سخته قانوني کاروایی ترسره کېږي

ضلعي ادارې زياته کړه، چې په ټول بټګرام ضلع کې به د خوندي او معياري خوراک لپاره مسلسل عمليات دوام ولري

عوام ته هم اپيل شوی چې که د کوم غير قانوني فعاليت، په ځانګړې توګه د جعلي يا صحت ته زیان رسوونکو خوړو د جوړولو يا خرڅلاو معلومات ولري، نو ژر تر ژره دې انتظاميه يا پوليسو ته خبر ورکړي، څو وخت په وخت قانوني ګامونه پورته شي

د بټګرام پوليسو له خوا د دې پېښې په تړاو د دوو تنو پر ضد مقدمه درج شوې ده، چې پيژندګلوي يې د هنزه اوسېدونکی انور شاه د احوال شاه زوی او د مانسهرې اوسېدونکی دانيال د شوکت زوی په نوم شوې ده

د خیبر پښتونخوا ځآیی اولس هم له انتظامیه او پولیسو داسې غوښتنه کړې چې د غوښې کاروبار کوونکو کسانو دې نزدې څارنه وشي او که څوک هم دې ناقانونه کار کښې ککړ وي نوی دوی سره دې هیڅ کوم رعایت و نه شي او دوی په ضد دې سخته قانوني کاروایی وشي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *