تازه خبرونه

اسلام په ضد کرکه خپرولو کې د هند رول مخې ته راغلې

د رایل کینیډین ماونټیډ پولیس یا آر سي ایم پي هم د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې په ډاګه کړې چې هند د کینیډا په خاوره کې د زور زیاتي په پېښو کې ښکيل دی
اسلام په ضد کرکه خپرولو کې د هند رول مخې ته راغلې

د مسلمانانو د مدني حقونو سازمانونه دا ټینګار کوي چې سوشل میډیا پلېټفارمونه د کرکې د مخنیوي لپاره کافي څارنه نه لري، او دوی ډېری وخت له دغسې فعالیتونو څخه مالي ګټه اخلي

آځري پیغمبر محمد له لوري د ټولۍ نړۍ انسانانو لپاره راوړل شوي دین اسلام په ضد کرکه خپرلو کښې د هند لوی لاس مخې ته راغلې دې

د آی سي وي آسټرالیا د ۲۰۲۱ کال د یوې مطالعې له مخې، د ټولې نړۍ له ۳۰۷ میلیونه اسلام ضد ټویټونو څخه ۵۵.۱ فیصده یوازې له هندي اکاونټونو څخه شوي دي.. دا ارقام د اسلام ضد جذباتو د خپرولو په برخه کې د هند د پراخ رول په اړه څرګندونې کوي

د سوشل میډیا د څار سازمان ریورٹس نیټورک اینډ اسلاموفوبیا مانیټرنګ په یو تازه راپور کې د هند حکومت او د هغه ملاتړو د اسلام ضد ارادو پرده راښکاره کړې ده

د دې راپور له مخې، واشنګټن پوسټ په حواله ی ویل شوي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېشت هندي نژاده تنظیمونه په هند کې موجودو کسانو سره یو ځای د مسلمانانو په ضد او د واکمن ګوند بی جے پی د ایجنډې د خپرولو لپاره کار کوي

ددې راپور ترمخه کینیډین سیکوریټي استخباراتي په کال ۲۰۲۴ کې یو راپور کې ویلي چې په کینیډا کښې سیکان او نورلږکې هدف ګرځولو ، مسلمانان له سیاسته لرې ساتل، د هندواتا اشتهار کولو او په غیرملکي مداخلت کښې هند ککړ دې

د رایل کینیډین ماونټیډ پولیس یا آر سي ایم پي هم د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې په ډاګه کړې چې هند د کینیډا په خاوره کې د زور زیاتي په پېښو کې ښکيل دی

د نړیوالو څېړنیزو ادارو له مخې، د نړۍ په سطحه ۸۶ فیصده اسلام ضد ټویټونه له دریو هېوادونو

هند برطانیه او له امریکا څځه خپریږي

د مسلمانانو د مدني حقونو سازمانونه دا ټینګار کوي چې سوشل میډیا پلېټفارمونه د کرکې د مخنیوي لپاره کافي څارنه نه لري، او دوی ډېری وخت له دغسې فعالیتونو څخه مالي ګټه اخلي، نه دا چې هغه بند کړي. دوی وايي چې دا پلېټفارمونه د خپلو تګلارو او پالیسۍ نیمګړتیا له کبله د اسلاموفوبیا د خپرېدو لوی لامل ګرځېدلي دي

په همدې لړ کې، د ملګرو ملتونو له خوا د اسلاموفوبیا پر ضد د ۲۰۲۵ کال د نړیوالې ورځې په مناسبت، د مسلمانانو او بشري حقونو تنظیمونو په خپلو ګډو بیانونو کې دا خبره بیا تکرار کړې وه چې نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د اسلام ضد کرکه او د کرکې تبلیغ کول بند کړي

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *