تازه خبرونه

ایران په هندي رسنیو باندې نیوکې کړي

ایران لوري په رسنیو داسې بیان خپور شوې چې وایی هندي رسنیو د ایران په ضد بې بنیاده او خبرونه خپروي او دوی ی غندنه کوي
ایران په هندي رسنیو باندې نیوکې کړي

د پاکستان او هند ترمینځ شخړه کې هم د هندي رسنیو د یو پلوي رول ولوبول او د پاکستان په ضد به ی بنیاده او د درواغو راپورونه خپرول

ایران سفارتخانے د هند په ځینې رسنیو سختې نیوکې کړې دي

په نوي ډیلي کې د ایران سفارتخانه د هندي رسنیو پر ځینو حلقو کلکې نیوکې کړې دي او پر هغوی یې تور لګولی چې د ایران او د هغه د مشرتابه پر ضد یې “جعلي او له حقیقته لیرې خبرونه” خپاره کړي دي

په یوه رسمي بیان کې ویل شوي، دا ډول رپورټونه نه یوازې د ایران سپکاوی دی، بلکې د هندي رسنیو باور او د خلکو اعتماد هم تر پوښتنې لاندې راولي

بیان زیاتوي چې یو شمېر پېژندل شوي هندي رسنیو په وروستیو ورځو کې د ایران په اړه بې‌اساسه دعوې خپرې کړې دي، چې هېڅ واقعیت نه لري. که څه هم په بیان کې د کوم مشخصې رسنۍ نوم نه‌دی اخیستل شوی، خو ویل شوي چې دا ډول کړنې د مسلکي اخلاقو او دوه اړخیزو اړیکو لپاره زیان‌رسوونکې دي

د بیان ازادۍ ترڅنګ، مسؤلیت هم مهم دی

ایراني سفارتخانې د بیان ازادۍ او د خلکو د معلوماتو حق ته په درناوي سره ټینګار کړی چې رسنۍ باید پر باوري او غیر‌جانبداره سرچینو تکیه وکړي. له ایران سفارت خپور بیان کې ویل شوي دی چې
احساساتي او حیرانوونکي رپورټونه نه یوازې مسلکي ارزښتونه زیانمنوي، بلکې نړیوالې اړیکې هم اغېزمنوي

هندي خبریالانو ته د احتیاط کولو سپارښتنه

په بیان کې د هند خبریالانو، مدیرانو او د رسنیو مالکانو ته سپارښتنه شوې چې د حساسو جیوپولیټیکل شخړو پر مهال دې له زیات احتیاطه کار واخلي. سفارتخانې خبرداری ورکړی چې کله ناکله غلط معلومات د بهرنیو قوتونو د ایجنډا ملاتړ کوي او دپلوماتیکو اړیکو ته زیان رسوي

د وروستۍ پوځي مقابلې یادونه

په بیان کې د ایران او اسراییلو ترمنځ د نږدې ۱۲ ورځو پوځي کړکېچ یادونه شوې ده، چې پکې د ایران ستر مشر (سپریم لیډر) د دفاعي مشر رول ادا کړی. دا عمل د ایران د “دفاع یو پرېکنده ګام” بلل شوی. بیان زیاتوي، دا ډول تاریخي پرمختګونه باید د صداقت او احتیاط له لارې خپاره شي

د ایران او هند اړیکې

بیان په پای کې ټینګار کوي چې ایران او هند د دوه پخوانیو تمدنونو وارثان دي، چې ترمنځ یې تاریخي او فرهنګي اړیکې موجودې دي. دا ډول غیر‌مسؤلانه راپورونه نه یوازې دا اړیکې کمزوري کوي، بلکې د رسنیو اعتبار ته هم زیان رسوي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *