تازه خبرونه

وادي تیراه کښې امنیتي وضع ترینګلې شوې

صوبایی حکومت ویاند بیرسټر ډاکټر سیف په یو بیان کښې ویلي دي چې په تیراه کښې له انتظامیه سره په اړیکه کښې دې او د مشرانو جرګه ی هم راغوښتې چې ددوی ستونزې واوري
وادي تیراه کښې امنیتي وضع ترینګلې شوې

نن د ګل په ورځ د وادي تیراه یو مشر حاجي ظاهر شاه افریدي د ټولو مشرانو او ځوانانو یوه جرګه او د احتجاجي پرلت پیل کولو اعلان کړې وو

د پاک افغان پولې ته نزدې د وادۍ تیراه په سیمه کې حالات سخت کړکېچن شوي، مقامي سرچینې وايي چې ځایي مظاهره چیانو په بهوټان کښې د شکمنو وسله والو مرکزونو پر لور د احتجاجي لاریون په شکل کښې تګ پیل کړی دی

د وادۍ تیراه د برقمبرخېل قبیلې قومي احتجاجي پرلت نن د ګل په ورځ ددې راپور ترلیکلو پورې د بوټهان سیمې پر لور روانه شوې دې چې په زرګونو خلک پکې برخه اخلي. د دې قومي پرلت مشري قومي مشر حاجي ظاهر شاه افریدي کوي

د معلوماتو او عیني شاهدانو له مخې، د مظاهره چیانو شمېره شاوخوا اته زره اټکل شوې، چې پکې مشران، ځوانان او ماشومان شامل دي

سرچینې وایی چې دا مظاهره چیان مکملآ پرامنه دي او د خپلو پر سرونو ی قرآن شریف مبار کتاب هم ایښودې دې

مظاهره چیانو د پرلت لپاره ټول انتظامات کړي دي او دوی له ځان سره وچه ډوډۍ، د اوبو بوتلونه او ګوړه راخستې څو د اوږده سفر او د پرلت وخت خپله اړتیا پوره کړي

د احتجاج اصلي غوښتنه دا ده چې وسله وال کسان باید له سیمه نه په سوله ییز ډول ووځي، تر څو په وادۍ تیراه کې دایمي سوله ټینګه شي. د سرچینو په وینا، مظاهره چیان به لومړی د بوټهان سیمې هغه ځایونو ته لاړ شي چېرې چې د تحریک طالبان ناقانونه ډلې مرکزونه موجود دي، او وروسته به موچو پوره او دربي خېل ته لاړ شي هلته به د وسله والو مشرانو سره ملاقات وکړي او د امن غوښتنه به ترې وکړي

په داسې وخت کښې چې تیراه کښې امنیتي واضع خربه شوې او اولس د وسله والو په ضد احتجاج پیل کړې دې د صوبایی حکومت ویاند بیرسټر ډاکټر سیف یو بیان جاري کړې دې

په بیان کښې ویل شوي چې وزیراعلیٰ علیامین ګنډا پور په خپله د تیراه پېښې څارنه کوي او وزیراعلیٰ له اړوندو ادارو سره په اړیکه کښې دې

هغه وایی چې وزیراعلیٰ د قبایلي مشرانو جرګه پېښور ته رابللې، په کوم کې چې به د مشرانو خبرې واورېدل شي، هغه زیاتوي چې د خیبر پښتونخوا حکومت تېرې اونۍ د داسې پېښو د مخنیوي لپاره د ټولو ګوندونو غونډه رابللې وه

نوموړې وای چې صوبایی حکومت د شهیدانو لپاره یو کروړ روپۍ او د ټپیانو لپاره ۲۵ لکه روپۍ مرستې اعلان کړي

هغه اوویل چې ګورنر او اپوزیشن په آل پارټیز کانفرنس څخه بایکاټ وکړو او دا ی ښه و نه کړو

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *