تازه خبرونه

باچا خان مرکز کښې د امن لویه جرګه

د امن جرګې مشرانو او په اعلامیه کښې غوښتنه وشوه چې مولانا خانزیب د قتل پلټنو لپاره دې د سپریم کورټ جج لاندې په لسو ورځو کښې عدالتي کمیشن جوړ شي
باچا خان مرکز کښې د امن لویه جرګه

جرګې د ۲۲ زره خاصه دار فورس نوکري باوري کول، د ښځو تعلیم لپاره کار، سکولونو جوړول او د بیارغونې او د پرمختګ لپاره بیا سروې کولو غوښتنه هم وکړه

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښو کښې د باچا خان مرکز په کوربتوب د عوامي نیشنل ګوند (اے این پی) خیبرپختونخوا تر سیوري لاندې قومي امن جرګه ترسره شو، چې پکې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو، قبایلي مشرانو او ټولنیزو استازو ګډون وکړ

د جرګې وروسته د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صدر میا افتخار په یو خبري غونډه کښې د جرګې ۲۸ ناتي اعلامیه خپره کړه

په اعلامیه کې مولانا خانزیب ته د پښتون ملت او خاورې ملي شهید لقب ورکړل شو او غوښتنه وشوه چې د هغه د وژنې د حقیقت معلومولو لپاره دې د سپریم کورټ د جج تر مشرۍ لاندې په لسو ورځو کې عدالتي کمېشن جوړ شي

جرګې وویل، د خیبرپښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو د سولې لپاره دې د سیاسي مشرانو نه یو جرګه جوړ شي، چې له فوځي اسټېبلشمنټ سره مذاکرات وکړي او دا واضح پیغام ورکړي چې دا سیمه نور د جګړو او نړیوالو شخړو میدان نه شي پاتې کېدلای

د جرګې ګډونوالو اعلان وکړ چې د بدامنۍ پرضد د احتجاجي تحریک لاندې کېدای شي په اسلام آباد یا راولپنډۍ کې پرلت ورکړل شي

په اعلامیه کې د ایین اتلسمې ترمیم باندې د پوره عمل، د هغې پر ضد د سازشونو مخنیوی، او د این ایف سي ایوارډ د سمدستي اجرا غوښتنه شوې. همداراز، د هر ډول تاوتریخوالي ردولو، د “ښه او بد ترهګر” تفریق ختمولو، او د ټولو وسلوالو ډلو د ختمولو غوښتنه وشوه

اعلامیه وایي، ریاست باید له جنګي معیشت او د تشدد ډکو پالیسو لاس واخلي، د 2014 نیشنل ایکشن پلان پوره عملي شي، او له 2019 راهیسې په صوبه کښې نافذ ایکشن این ایډ آف سول پاور د ختمیدلو اعلان وشي

همدارنګه، جبري لاپته کول دې جرم وګرځول شي، ورک کسان دې عدالتونو ته وړاندې شي، او د قانون پوره واک دې پولیسو ته وسپارل شي. .

جرګې د پښتنو په خاوره د پراکسي جګړو رد وکړ، او ویې ویل چې بدامني د ځینو خاصو عناصرو د آمدن یوه وسیله ګرځېدلې، نو دغه عناصر دې د قانون منګولو ته وسپارل شي. همداراز، د ترهګرۍ او فوځي عملیاتو له امله تباه شوي انفراسټرکچر د بیا رغونې، بې ځایه شوو خلکو د بحالۍ، او د تېر فوځي اپریشن له امله د شوي زیان په اړه دې مرستو کولو غوښتنه وشوه

اعلامیه ټینګار کوي چې پاکستان باید د نړیوالو طاقتونو په سیالیو کې بې طرفه پاتې شي، او د نورو جګړو نه ځان وساتي. همداراز، له ګاونډیو هېوادونو سره دې ورورولۍ اړیکې ټینګې کړي، د افغانستان ټول تجارتي لارې دې خلاصې او د دوی انتظام دې خیبرپښتونخوا ته وسپارل شي

په نورو غوښتنو کښې هم د ولسواکۍ حاکمیت، د پارلمان بالادستي، په سیاست کښې غیرآینی مداخلت ختمول، د صوبې رایلټی ورکول، د نوي این ایف سي ایوارډو ، د ضم ضلعو لپاره ۱۰۰ اربه روپیو ژمنه، په هره ضلع کښې یو پوهنتون جوړول او د لسو کالو لپاره د ټیکس معافي هم په غوښتنو کښې شاملې وې.

جرګې د ۲۲ زره خاصه دار فورس نوکري باوري کول، د ښځو تعلیم لپاره کار، سکولونو جوړول او د بیارغونې او د پرمختګ لپاره بیا سروې کولو غوښتنه هم وکړه

اعلامیه زیاتوي چې د ضم شویو ضلعو لپاره ځانګړې شوې میډیکل او انجنیرنګ سیټونه دې عملي شي، او هائیر ایجوکیشن سکالرشیپس دې بحال شي

دا غوښتنه هم وشوه چې د فرنټيئر کانسټیبلري لومړیتوب باید د خیبرپښتونخوا خلکو ته ورکړل شي، او دا د وفاق تر ماتحت راوستل د قبایلي خلکو په حقونوبرید اوبلل شو

په پای کې، اعلامیه کښې دا ټینګار وشو چې د وړوکو قامونه استحصال د بندولو لپاره دې په اتلسم آیني ترمیم بشپړه باوري او عملي شي او د اتلسم ترمیم له مخې دې صوبو ته پوره او پرله‌پسې واک انتقال شي. جرګې خبرداری ورکړ چې پښتانه نور د بدامنۍ زغم نه لري، او له ریاسته یې غوښتنه وکړه چې د ایین، جمهوریت، او د سیمې د سولې او ثبات لپاره دې واکم عملي او ګوټلي ګامونه پورته کړي

Related Articles

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

لنډي کوتل ته راغلي سیلانیانو له اړوند ادارو غوښتي چې په لنډي کوتل کې دې سیلګرۍ ته وده ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

January 26, 2026

د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت کې د مخالف ګوند مشر ډاکټر عباالله پوښتنه کړې چې په دومره لویه اندازه کې صوبایی حکومت ته ورکړل شوې فنډ کوم ځای خرڅ شوې دې

January 26, 2026

د افغانستان طالبانو پر نوی قانون دیني عالمانو د ژورو اندیښنو څرګندونه کړې ده او دای اسلام سره په مخالف بللې دې

January 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *