د آئی ایس پی آر لخوا جاري شوي بیان ترمخه د بلوچستان په قلات علاقه کښې د شرخوښو خلاف کارروائی دوام لري. بيان کښې وئيلي شويدی چې د هند پراکسيز ترهه ګرو خلاف د مکمل خاتمے لپاره قلات او خواؤ شا علاقو کښی لټونی عملیاتو دوران څلور نور ترهه ګر وژلی شويدی،د سيکيورټی اهلکارو د آپريشن دوران د شرخوښو ټهکانے هم تباه کړی شويدي او په لوئی شمير کښې وسله او بارودي مواد قبضه کښې اخستی شويدی.ډ آئی ایس پی آر بيان کښې زياته کړې شويده چې دوه ورځې مخکښې هم امنيتي ځواکونو د فتنه هند څلور مرستیال ترهه ګر وژلي وو. د آئی ایس پی آر بيانيه کښې د دې عزم اظهار شويدے چې سيکيورټی اهلکار به د قام په مرسته د بلوچستان امن، استحکام او پرمختګ ته زيان رسونکي د هند د پراکسيز ټول کوششونه ناکامه کوی.
ترهه ګری به هر حال کښې ختموؤ،صدر . وزيراعظم
صدر مملکت آصف علي زرداری ، وزير اعظم شهباز شريف او داخله وزير محسن نقوی بشمول نور حکومتی چارواکو په قلات کښې د سيکيورټی اهلکارو د کامياب عملياتو ستائينه کړيده ، خپل بيانونو کښې صدر او وزيراعظم وئيلي دی چې د ملک دفاع او تحفظ لپاره د امنيتي اهلکارو قربانۍ او کوششونه به چرې هم ضائع نشی. د ملک دښمنه عناصرو خاتمه کول د حکومت وړومبي ترجيح ده. د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف به کارروائۍ جاري وي.