...

پیښور کښې د پولیو کمپاین اهلکارو احتجاج کړې

د ضلع خیبر او پیښور ضلعې په سلګونو شمیر کښې ښځینه او نارینه د نړیوالې روغتیا ادارې دفتر مخې ته احتجاج وکړو
پیښور کښې د پولیو کمپاین اهلکارو احتجاج کړې

نن پیښور کښې د پولیو کمپاین په لسګونو ښځینه اهلکارې په دې سخته ګرمۍ کښې په احتجاج کښې ناستې وې

نن د ګل په ورځ د ضلع خیبر او د پېښورضلعو د پولیو کمپاین سپروائزرانو او کارکوونکو لخوا د خپلو غوښتنو په ملاتړ کښې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر مخې ته احتجاج وکړو

پولیو کمپاین اهلکارو اعلان وکړو چې له نن نه به د سرحدي سیمو روان پولیو کمپاین او د ماشومانو د حفاظتي واکسین پروګرام څخه په بشپړ ډول بایکاټ کوي

احتجاج کوونکو غوښتنه وکړه چې ډبلیو ایچ او او حکومت دې دوی سره د دایمي کار معاهده وکړی او ډي ډی آیم سسټم دوی ته د منلو نه دې او دا دوی رد کوي

دوی اوویل چې ډي ډي ایم سسټم دوی نه مني او دا سسټم به د رنځورو ماشومانو په صحت هم بده اغیزه وکړي

مظاهره کوونکي زیاتوي چې په تېرو اوو کلونو کښې د خیبر ضلعی نه یو هم د پولیو پېښه نه ده راپور شوې، چې دا د دوی د سختو هڅو نتیجه ده خو اوس د دوی د دې خدمتونو په پایله کښې ددوی نوکرۍ ته خطر راپیښ شوي دې او دوی ی مالي ستونزو سره هم مخ کړي دي

مظاهره کوونکو اوویل او ګواښ ی وکړو چې ترڅو ډي ډي ایم نه وي ختم شوې او سره د نوکرۍ نوې معاهده ترسره نه شوي، نو دوی به احتجاج ته دوام ورکړي

Related Articles

د خلیج د هوایي فضايي محدودیتونو له امله د پاکستان د هوايي چلند سکتور ته ۲۰ میلیارده روپۍ زیان رسیدلی، او په لویو ښارونو کې د پروازونو او عملیاتو جریان اغیزمن شوی

March 6, 2026

کارپوهان د سیمې خطرونه روښانه کوي ځکه چې ترهګري، ډیپلوماتیک اړیکې، او د قدرت سیاست د جنوبي او منځنۍ آسیا د امنیت چوکاټ جوړوي

March 6, 2026

په آسام کې د هندوستان د هوايي ځواک Su-30MKI الوتکه غورځېدلې؛ پائلټ ورک دی او لټون روان دی، چې د IAF دننه د خونديتوب اندېښنې راپورته کړي

March 6, 2026

ابراهیم زدران د افغانستان د شل اوریزو لوبو کپتان شو، د رشید خان پر ځای، چې د راتلونکو لوبو لپاره مهمه مشرتابه بدلون څرګندوي

March 6, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.