تازه خبرونه

لس لکه هندي فوځیانو هم د کشمیریانو د آزادۍ جذبه ماته نه کړه: شهباز شریف

هند حکومت او د هند فوځ د کشمیر په اړه د ملګري ملتونو د ښکاره پریکړې او قراردادونو څخه سرغړونه کوي.
وس وخت راغلې چې نړۍ په دې پوهه شي چې آزادي او خپلواکي د کشمیریانو حق دې او هندي فوځ نه شي کولې چې د کشمیریانو څخه د آزادۍ او د خپل ژوند حق واخلي.

کشمیریان پاکستان سره مذهبي ،تاریخي او کلتوري اړیکې لري او د هند فوځ نه شي کولې چې په فشار باندې د کشمیریانو د برخلیک پریکړه په خپله وکړي.

په دې مهمه ورځ وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې د کشمیریانو دریم نسل هم د خپل برخلیک لپاره پوره پوره ژمن دې او تردې حق اخستلو پورې به د کشمیریانو مبارزه دوام وکړي.

نن په ټوله نړۍ کښې میشت کشمیریان د پاکستان سره د الحاق ورځ لمانځي.

په دې موقع د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ځانګړي پیغام کښې ویلي دي چې د کشمیر ستونزې سوله ییز حل د سیمې د ثبات لپاره ډیر اړین دي او د کشمیر مسلې حل ددې سیمې د سولې او ثبات لپاره یواځینې ضمانت دې.

نن د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې مېشت کشمیریان د الحاق پاکستان ورځ لمانځي. دا هغه ورځ ده چې په کال ۱۹۴۷ کښې په دې ورځ د کشمیر استازو د پاکستان سره د شاملیدلو په شریکه پریکړه وکړه.

په دې مهمه ورځ وزیراعظم شهباز شریف په خپل پیغام کښې ویلي دي چې د هند لس لکه فوځيانو هم د کشمیریانو د آزادۍ جذبه ماته نه کړه. هغه ویلي چې د کشمیریانو دریم نسل هم د خپل برخلیک لپاره پوره پوره ژمن دې او تردې حق اخستلو پورې به د کشمیریانو مبارزه دوام وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د لسیزو اوږده مبارزه د کشمیریانو د حریت او ازادۍ د احساس څرګند ثبوت دی. د کشمیر مسئلې سوله‌يیز حل د ټولې سيمې د دايمي سولې لپاره اړين دي.

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *