تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا سوداګرو په ستونزو به وفاقي حکومت سره خبرې وکړي: د خیبر پښتونخوا ګورنر

وړمه ورځ د پاک افغاان سوداګرۍ ګډې خونې پلاوي د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره مهمه لیدنه کړې او ورسره ی د سوداګرو په ستونزو ګټورې خبرې کړي
د خیبر پښتونخوا سوداګرو په ستونزو به وفاقي حکومت سره خبرې وکړي: د خیبر پښتونخوا ګورنر

ګورنر د پلاوي غړو له بشپړ ډاډ ورکړو چې د صوبې سوداګرو ستونزو په اړه به وفاقي حکومت سره خبرې وکړي چې د سوداګرو ستونزې هواري کړي

تېر ورځ د پاک افغان ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې (پاک افغان جائنټ چیمبر آف کامرس ) د سینیئر نائب صدر ضیاء الحق سرحدي په مشرۍ کښې درې کسیز پلاوي چې پکښې د خونې اجرائیه غړي شجاع محمد او عمار احمد انصاري شامل وو، د خیبرپښتونخوا له ګورنر فیصل کریم کنډي سره په ګورنر هاوس پېښور کښې مهمه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کښې د صوبې د صنعت او د پاک افغان تجارتي اړیکو په اړه مهمو موضوعاتو باندې خبرې وشوې. پلاوي ګورنر ته وویل چې په خیبرپښتونخوا کښې څلور صنعتي زونونه جوړ شوي، خو دا مهال د بېلابېلو ستونزو سره مخ دي چې له امله ی په صوبه کې صنعتي هلې ځلې اغېزمنې شوې دي

د پلاوي په وینا، د افغان ټرانزټ ټریډ په اړه د صوبايي حکومت د ټیکس پالیسۍ له امله تجارتي فعالیتونه سخت زیانمن شوي او له دې امله تر اوسه له اوو نیم زرو څخه زیات کانټینرونه د چمن بلوچستان په لور منتقل شوي دي، چې نه یوازې د صوبې کاروبار ته تاوان رسوي بلکې د منځنۍ اسیا سره سوداګرۍ ته زیان رسوي

پلاوي دا هم وویل چې د افغان ټرانزټ ټریډ په چارو کې د این ایل سي ځینې پالیسۍ هم ستونزې پیدا کوي چې باید زر تر زره یې حل را اوویستل شي. پلاوي وړاندیز وکړ چې د خیبرپښتونخوا د ګورنر په سرپرستۍ کښې دې یو سټیرینګ کمیټي جوړه شي چې د سوداګرو او اړوندو ادارو سره په ګډه دغه ستونزې هوارې کړي

ګورنر خیبرپښتونخوا فیصل کریم کنډي پلاوي ته ډاډ ورکړو چې د صوبې د صنعتي پرمختګ او د پاک افغان تجارت د ستونزو د حل لپاره به هر اړخیز ګامونه پورته شي او د اړوندو ادارو سره په خبرو اترو سره به ډیر زر مثبت پرمختګ وشي. هغه وویل چې د کاروبار په پرمختګ سره به صوبه سوکاله شي او د پاکستان په پرمختګ کښې د سوداګرو او کروندګرو رول ډېر مهم دی ځکه دوی په منظم ډول حکومت ته ټیکس هم ورکوي. ګورنر وویل چې د خیبرپښتونخوا سوداګرو ته چې د وفاق په کچه کومې ستونزې دي، د هغو ستونزو هواري لپاره به ګورنر هاوس د وکیل په توګه رول ولوبوي ترڅو چې د سوداګرو دا ستونزې هواري شي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *