لنډي کوتل: پاک افغان پوله تورخم سره نزدې د لنډي کوتل تحصیل په لرې پرته سیمه بازار ذخه خیل کښې د چهارشنبې په ورځ له افغانستان څخه توغول شوي مارټر ګولۍ په یو کور کښې راغورځیدو له امله له امله یو ماشوم شهید او بل سخت ژوبل شوی دې
د ځایی سرچینو په وینا، د لنډي کوتل د بازار ذخه خېل د وراغه شان خېل په سیمه کې د افغانستان له خوا توغول شوې مارټر ګولۍ په یو کور راغورځیدو په پېښه کښې یو ماشوم شهید او بل ماشوم سخت ژوبل شوی دی
د ځايي خلقو ترمخه ، دغه مارټر د حاجي دریاب په کور کښې را اوغورځیدلو او درنې چاودنې سره وچاودیدوچې له امله پاک افغان پولې سره نزدې اولس کښې سختې اندیښنې او ډار خپور شو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو وېره یې څرګنده کړه
دا وروستۍ پېښه د هغو پرلهپسې سرحدي سرغړونو لړۍ یوه برخه ده چې د سیمې د ملکي خلقو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی. ځايي خلکو څو ځله غوښتنه کړې چې د پولې د ښه مدیریت لپاره دې حکومتي ادارې ګوټلي ګامونه پورته کړې څو په پوله مېشت اولس خوندي پاتې شي
د پیښې وروسته د غبرګون په توګه د خيبر پښتونخوا د مذهبي چارو او اوقافو صوبایی وزیر، صاحبزاده محمد عدنان قادري دا برید په کلکه غندلې او ویې ویل چې دا د بشري حقونو څرګنده سرغړونه ده. هغه له وفاقي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره دې په سفارتي کچه له افغانستان سره خبرې وشي چې په راتلونکي کښې دداسې پیښو مخنیوي وشي
امنیتي ځواکونو د پېښې پلټنې پیل کړي دي، او قانون پلي کوونکي ادارو د بارډر سره څیرمه سیمو څارنه پیل کړې ده چې د نورو بریدونه مخه ونیسي
د سرچینو ترمخه ژوبل ماشوم نزدې روغتون ته وړل شوی چې روغتیايي حالت یې لا هم نازک ښودل شوې دې
یو ځایی وګړي هم رسنیو ته ویلي دي چې هم ددې سیمه په میشتره کیمپ سیمه کښې له پروان راهسي په پوله ډزې پیل شوي دي چې ځایی خلق ی له سختو اندیښنو سره مخ کړي دي
دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشی چې پاکستان بیا بیا له کابل څخه غوښتي چې د افغان خاورې څخه دې د پاکستان پر ضد کار وا نه خستل شي خو بیا هم بې ګناه خلک د افغانستان له خاورې په ترسره کېدونکو بریدونو کې وژل کېږي
دا هم باید یادونه وشي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان حکومت مرستیال ویاید حمدالله فطرت ایچ ټي این سره په ځانګړې مرکه کښې ټینګار کړې وو چې د افغانستان خاوره به هیڅ کله هم د پاکستان په ضد و نه کارول شي