تازه خبرونه

پایه تخت اسلام آباد کښې د سایبر جرمونو ضد اداري بهرني هیواد کسان نیولي

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کال سنټر کې له ۶۰ څخه زیات کسانو کار کول او په دې کال سنټر ی د چاپې پر مهال پینځه بهرني وګړي هم ونیول.
پایه تخت اسلام آباد کښې د سایبر جرمونو ضد اداري بهرني هیواد کسان نیولي

نیشنل سایبر کرایمزادارې هغه ټول وسایل په خپله قبضه کښې واخستل چې په دې آن لاین غلاګانو کښې ی کارول

پایه تخت اسلام آباد کښې وړمه ورځ ملکي د سایبر جرمونو د پلټنې ادارې په یو ناقانونه کال سنټر چاپه وهلې او پینځه د بهرني هیواد وګړي نیولي دي. د یادې ادارې له لوري په یوه خپره شوې خبرپانړه کښې ویل شوي چې دوی د قانوني ګام پرون د ګل په ورځ اخستې دې

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کال سنټر کې له ۶۰ څخه زیات کسانو کار کول او په دې کال سنټر ی د چاپې پر مهال پینځه بهرني وګړي هم ونیول

د ادارې په بیان کښې ویل شوي دي چې یاده اداره به ددغو کسانو پر ضد قانوني ګام واخلي چې دغو غیرقانوني کسانو ته ی اسانتیاوې برابرې کړې وې

د یادې ادارې ویاند ټینګار کړې چې اداره به د هېواد د قوانینو د سرغړونې په توګه د ټولو ورته ناقانونه فعالیتونو پر ضد خپلې عملیاتې هڅې جاري وساتي

دوه ورځې وړاندې مدعي عامر عظیم عباس د ټاسک بیسډ سیکم په ضد ایف آی ار جمع کړو چې ددوی لپاره د زیان لامل شوې وه

د مقدمه له مخې، یوې باوري سرچینې خبر ورکړو چې د اسلام آباد په جي ټین مرکز د سردار په پلازه کښې یوپه جرمونو کښې ککړه ډله یو کال سنټر چلوي

د پلټنو وروسته دا څرګنده شوه چې د کال سنټر فعالیتونه په ګډه د یو بل په مرسته داسې ترسره کېدل چې ځانونه یې د یوې جعلي او مشکوکې انلاین ګټي کمپنۍ استازي معرفي کول

په ایف آیی آر کښې نور داسې بیان راغلې چې دې کسانو به خلق په آسانه توګه د پیسو ګټلو سکیم ته رابلل،هغوی به یو شمیر وګړو سره تماس نیولو چې دې جعلي سکیم ته ی را اوغواړي او په دې جعلي سکیم ترې پیسې اووهي

د یادې ملکي ادارې هغه ټول وسایل په خپله قبضه کښې واخستل چې په دې آن لاین غلاګانو کښې ی کارول

“نیول شوو کسانو د خپل فعالیت لپاره هیڅ قانوني جواز وړاندې نه کړو او دا ی اومنله چې دوی د یوې ډلې په توګه د آن لاین درغلۍ، بډې اخیستنې او ځان د بل په نوم ښودلو له لارې مجرمانه کړنې کولې

دغه چاپه وروسته له هغه ترسره شوه چې تېره اونۍ NCCIA په فیصل‌اباد کښې د یوې فابریکې پر ضد په چاپه کې ۱۴۹ کسان، چې پکې ۴۸ چینایان او د نورو هېوادونو وګړي هم شامل وو، د انلاین درغلۍ په تور ونیول

د ملکي سایبر جرمونو نیولو ادارې په غوښتنه دا نیول شوي کسان وروسته په فیصل آ باد کښې یوې ځانګړې محکمې۸۷ کسانو ته چې ۱۸ ښځې هم پکښې وې د پینځو ورځو جسماني ریمانډ ورکړو او ۶۲ نور کسان ی په ۱۴ ورځني عدالتی ریمانډ سره ضلعي بنديی خانې ته ولیږل

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې تېره میاشت هم ۱۸ شکمن کسان چې د یو لوی پروفایل انلاین سکیم په تور تورن وو، په کراچۍ کې ونیول شول او محکمې ته وړاندې شول

Related Articles

سرچینې: ځوانان په زور جبهاتو ته لېږل کېږي، شمال کې جبري جلب‌وجذب روان دی

March 4, 2026

په اوسنیو نړیوالو کړکېچونو کې، د امریکا تقاعد شوی کرنل ډوګلاس مک ګریګور ادعا کړې چې امریکایي بحري ځواک د ایران د کړکېچ له امله د خپلو دودیزو پوځي بنسټونو پر ځای د هند بندرونه د لنگر او لوژستیکي ملاتړ لپاره کاروي

March 4, 2026

سلمان نادوي د پاکستان ضد څرګندونو له امله نیول شوی، چې د نظریاتي تعصب او د پاکستان د خپلواکۍ د کمزوري کولو هڅې څرګندوي

March 4, 2026

پاکستان د طالبانو د بریاوو دعوې رد کړې، خپل سرحدي امنیت ټینګ ساتي او په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه هدف ګرځوي

March 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *