تازه خبرونه

پاک افغان دوه اړخیز تجارت کښې پرمختګ شوې

که څه هم اوسنۍ شمیرې د سوداګرۍ لپاره مثبت پیغام لري، خو سیاسي ستونزې، د ټرانزیټ خنډونه او د سرحدي پوستو پېچلتیاوې لا هم د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي

1 min read

پاک افغان دوه اړخیز تجارت کښې پرمختګ شوې

سوداګر او پوهان وایی چې سوداګري د شخړو د وسيلې پر ځای بايد د سيمې د ثبات، سوکالۍ او اقتصادي ودې وسیله وګرځي ځکه چې دا د وخت مهمه اړتیا ده

July 14, 2025

د پاکستان او افغانستان ترمینځ دوه اړخیز تجارت کښې زیات پرمختګ لیدل شوې دې

د رپورټ ترمخه افغانستان ته د پاکستان ایکسپورټ په کال ۲۰۲۴ کښې ۳۱ سلنه زیات شوي دي او د پاکستان ایکسپورټ تر ۱.۳۹ ملیارده ډالرو ته رسیدلې

د رپورټ ترمخه افغانستان له پاکستان څخه د ۷۱۲ ملیونه ډالرو تجارتي توکي وارد کړي

د افغانستان له خوا پاکستان ته صادرېدونکو توکو کې پنبه، کویله، ممیز، تازه مېوې او سبزي شامله ده. بل لوري ته افغانستان له پاکستان څخه خوراکي توکي، صنعتي محصولات او نور ضروري توکي واردوي

پاکستان افغانستان ته یو شمیر توکي صادروي ، په دې صادراتو کښې وریژ، غنم ،بوره، سبزۍ او میوې شاملې دي. پاکستان افغانستان ته سیمنټ ،تعمیراتي مواد، دوایی ،رخت او تیارې جامي هم ایکسپورټ کوي

اقتصاد پوهان وایی چې افغانستان د پاکستان صادراتو لپاره یو ډیره مهم او آسان مرکز دې او که پاکستان په خپلو تګلارو کښې نرمي راولي نو افغانستان ته به د پاکستان صادرات زیات شی چې دا به د پاکستان په اقصاد ډیر ښه اثر وکړي

که څه هم پاکستان او افغانستان له جغرافیوي پلوه طبیعي تجارتي شریکان دي، خو په وروستیو کلونو کې د ځینو ناخوښۍ پېښو له امله د دواړو هېوادونو تر منځ تجارتي اړیکې سختې اغېزمنې شوې دي. دې وضعيت نه يوازې د سوداګرۍ بهير ورو کړی دی، بلکې د سوداګرو باور يې هم اغیزمن کړې دې.
افغانستان د پاکستان سره د سوداګرۍ لپاره د تورخم، غلام خان او چمن (سپین بولدک) د سرحدي لارو تر څنګ د کراچۍ او واګه بندرونو له لارې د ټرانزیټ کار هم اخلي. خو ډېر ځل لیدل شوي چې په دغو بندرونو کې افغان سوداګرو ته د پاکستان له لوري بېلابېلې ستونزې مخې ته راځي چې له امله یې د تجارتي توکو لېږد ځنډنی شي او تجارتي فعالیتونه اغېزمنېږي

دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ د یو میلیارد ډالرو حد ته رسېدل یو مثبت نښه ده، په داسې وخت کښې که مثبتې تګلارې عملي شي، ستونزې له منځه ولاړې شي او سوداګرو ته باور ورکړل شي، نو دوه اړخیز تجارت به په ډیر مثبت لور کښې روان شي او وده به وکړي

سوداګر او پوهان وایی چې سوداګري د شخړو د وسيلې پر ځای بايد د سيمې د ثبات، سوکالۍ او اقتصادي ودې وسیله وګرځي ځکه چې دا د وخت مهمه اړتیا ده

په همدې اړه افغان سوداګرو ټینګار کړی چې که د پاکستان حکومت په ریښتیا سره د دوه اړخیزه سوداګرۍ په وده خوښ دې نو سوداګري دې له سیاست څخه جلا حیثیت ورکړي، د افغان محصولاتو پر ګمرکي محصول کې دې نرمي راولي او په سرحدي ګمرکي پوستو کښې دې ګډې کمېټې جوړې کړي، څو دوه اړخیزه سوداګري په ښکاره ډول ډېره شي

که څه هم اوسنۍ شمیرې د سوداګرۍ لپاره مثبت پیغام لري، خو سیاسي ستونزې، د ټرانزیټ خنډونه او د سرحدي پوستو پېچلتیاوې لا هم د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي. که ګاونډي هېوادونه په جدي توګه د سوداګرۍ د سیاسي اغېزو څخه خوندي ساتلو په اړه هوکړه وکړي، نو دوه اړخیز تجارت به ډیره وده وکړي

Related Articles

اسلام‌اباد وايي له افغانستان خاورې ترسره شوي برید کې په شمالي وزیرستان کې څلور پاکستاني سرتېري شهیدان شوي او د افغان سفارتي استازي ته سخت پیغام ورکړل شوی

December 20, 2025

په افغانستان کښې اقتصادي سقوط، مخ پر زیاتېدونکې بېوزلي او د پولو تړل کېدل افغانان اړ کړي چې د ژمي په مرګونو لارو ایران ته ولاړ شي

December 20, 2025

د جي ډي آیی سرچینې وايي چې د نیول شوو ډیر کسان تر پلټنو لاندې دي، خو د تاجکستان موندنې ښيي چې د ډرون برید له افغان خاورې ترسره شوی وو

December 19, 2025

په ملګرو ملتوکې د کشمیریانو لپاره د حق غوښتنې په دې قرار داد کې د هند د ولکې لاندې جمو او کشمیر او د فلسطین د خلکو د خود ارادیت حق ته ځانګړې پاملرنه شوې

December 19, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *