په داسې وخت کښې چې وړمه ورځ په ۱۳ د جولایی د ۲۲ کشمیري مسلمانو په یاد کښې ورځ ونمانځل شوه ، په ناقانونه توګه له هند لوري په مقبوضه کشمیر کښې د هند فوځ ظلمونه دوام لري،د رسنیو راپورونو ترمخه وس هم په مقبوضه کشمیر کښې د کشمیر د آزادۍ لپاره غږپورته کوونکي وژل کیږي، دوی باندې جسماني او ذهني ظلمونه کیږي او بندي خانو ته اچول کیږي
جې کې سي سي ایس، د آزاد جمو کشمیر د مدني ټولنې اتحاد، د بشري حقونو په اړه کار کوي، په خپل یو رپورټ کښې ی ویلي چې له ۱۹۸۹م راهیسې، هندي پوځ او هندوستان استخباراتي ادارو شاوخوا ۷۰،۰۰۰ اتیا زره بې ګنا کشمیري مسلمانان وژلي دي


هند له ۱۹۴۸ کال راهیسې د نړیوال قانون، د بشري اصولو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو سرغړونه کوي او تر اوسه پورې یې کشمیري مسلمانان له آزادۍ حق او د آزادۍ غوښتلو له اساسي حقونو څخه محروم ساتلي دي
د کشمیر میډیا سروس یو رپورټ ترمخه د کال ۱۹۸۹ څخه تر اکتوبر ۲۰۲۳ پورې ۹۶،۲۶۲ کسان وژل شوي دي، په دې رپورټ کښې زیاتوي چې په دې وژل شوو کسانو کې ۷،۳۱۶ کسان ی په جعلي جهګړو په ترڅ کښې وژلي دي.
له ۱۹۴۷م کال راهیسې تر ۲۰۲۳ پورې، یو ځايي راپور وايي چې له هند لوري په ناقانونه توګه قبضه شوي جمو کشمیر کښې د ۵۰۰,۰۰۰ کسانو مړینه رامنځته شوې، چې پکې د جامو سیمه یوازې ۲۵۰,۰۰۰ وژنې ثبت شوي دي
د برطانیه او هیومن رایټس واچ د راپورنو ترمخه په کال ۲۰۰۶ کښې د ۲۰،۰۰۰ ملکي وګړي د وژل کیدو راپورونه شتون لري
دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې هند حکومت او فوځ د ملګرو ملتونو د قراردادونو څخه سرغړونه کوي او د مقبوضه کشمیر مسلمانانو له د خپلواکۍ حق نه ورکوي