نن په نړۍ کې انسان د ژوند په هرمیدان کې ډیر پرمختګ کړې دې او ژوند ی آسان کړې دې خو بیا هم دې پرمختګ له امله نن انسان داسې شیان کاروي چې دې سره یو انسان صحت ډیر بد متاثر کیږي.
موبایل او انټرنیټ که یو اړخ ته انسان لپاره ژوند اسان کړي خو بل اړخ ته هم دې موبایل د انسان ژوند ،دود دستور هم ډیر بد متاثره کړې دې.
ساینس پوهان او د نفسیاتي رنځونو پوهان وای چې که یو انسان موبایل ډیر زیات کاروي نو دې سره به د هغه انسان صحت ډیر بد اغیزمن شي.
پوهان وایی چې د موبایل سکرین ته زیات کتل د سترګو ناروغیو لامل جوړیږي، پوهان وایی چې د سترګو وچوالۍ، د سترګو خارښت،سوروالۍ ، د نظر کمزوري او زر عینکو ته اړتیا ، دا ټول د موبایل سکرین تاوانونه دي چې د انسان صحت ته ورسوي.
پوهان وایی چې د شپې خوب په وخت که یو انسان ميوبایل زیات وکاروي نو د هغه خوب به بد متاثره شی او ممکنه ده چې دا انسان ټوله شپه ناارامه شي.
د موبایل زیات کارولو له امله چې کله یو انسان ډیر وخت ناسته وکړي نو دې سره ی وزن زیاتیږي او د ملا یا د غاړې درد ی ی رامنځته کیږي .
موبایل زیات کارول ډیرې نفسیاتي او ذهني رنځونه پیدا کوي
پوهان وایی چې که یو انسان زیات موبایل کاروی نو د هغه ذهني صلاحیتونه بد متاثره کیږي، بې حوصلې کیږي، غصه به هم زر ورځي او د پاملرنې د کمښت سره به هم مخ شي.
پوهان وایی چې موبایل او سوشل میډیا زیاته کارول د انسان په تخلیقي صلاحیتونو بده اغیزه کوي، دهغه زده کړې صلاحیت بد متاثره کوي.
د موبایل زیات کارولو ټولو نه زیات زیان دادې چې ددې زیات کارول انسان د کتابونو د لوستلو نه زړه توروي، د هغه جسماني کارونه لکه لوبې کول،ورزش کول ،ددې ټولو څخه د انسان زړه توروي او بیا ی جسماني صلا حیتونه بد متاثره شي.
د موبایل کارول څنګه کم کړو؟ د پوهانو سپارښتنې
د ۲ کلونو نه کم عمر ماشومانو ته هیڅ سکرين ،موبایل باید و ر نه کړې شي،
د ۲ نه تر ۵ کلونو ماشومانو لپاره تر ډېره حده ۱ ساعت په ورځ کې (هغه هم تعلیمي يا تخلیقي مواد)، د اوده کیدو نه لږ تر لږه ۱ ساعت مخکې سکرین باید بند کړل شي.
پوهان زیاتوی چې ماشومان هره ورځ بهر لوبو، کتاب لوستلو او د کورنۍ سره د وخت تېرولو عادت ته وهڅوې نو دې سره به ددوی صحت د موبایل سکرین نه بچ شي.
مورپلار باید څه وکړي؟
مورپلار، د کور نور لوی کسان باید په خپل یو لویه نمونه جوړه شي، خپله هم موبایل، ټي وي يا ليپ ټاپ لږ استعمال کړي ځکه پوهان وایی چې ماشومان له خبرو نه بلکه زيات د عمل څخه زده کوي.
په کور کې باید مونږ نو سکرین زون جوړ کړو، د ډوډۍ مېز، کوټه او د خوب وخت کې موبایل/ټيبلېټ بند کړو او له ځانه ی لرې کیدو.
ماشومانو له باید یوازې په ټاکلي وخت کې اجازه ورکړل شی او دوی لپاره باید یو ټایم ټیبل جوړ شي، په دې پلان به ماشومان د موبایل زیات کارولو څخه وژغورل شي