تازه خبرونه

باړه کې د امن راوستلو لپاره یوه لویه جلسه شوې ده

د باړه سیاسي اتحاد مشر هاشم افریدي د غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې د ممکنه عملیاتو او جبري کډه کولو مخالفت کوو ځکه چې د امن ساتل ددې هیواد د چارواکو ذمه واري ده

1 min read

باړه کې د امن راوستلو لپاره یوه لویه جلسه شوې ده

په اعلامیه کې اوویل شول چې د تېرو عملیاتو په مهال ړنګ شوي کورونو لپاره تراوسه پورې مالي مرستې نه دي شوي او اغېزمن خلک لا هم په بې کوره دي

July 12, 2025

د ضلع خیبر په باړه تحصیل کې باړه سیاسي اتحاد په سیمه کې د د پوځي عملیاتو او په زور د خلکو د کډه کولو مخالفت اعلان کړې او ویلي ی دي چې د قبایلي سیمو لپاره حکومتي پالیسي ناکامه شوې ده او اوسنۍ وخت دا غوښتنه کوي چې چارواکي دې په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي ځکه چې قبایلي ولس نور د دې ډول تګلارو زغم نه لري

د بشپړ راپور ترمخه د خیبر ضلعې په باړه تحصیل کې د باړه سیاسي اتحاد په مشرۍ کې یوه ستره جلسه ترسره شو چې په زرګونو خلکو پکې ګډون وکړ

په جلسه کې د مشرانو ویناګانو ترمخه د جلسې هدف په سیمه کې د ممکنه پوځي عملیاتو، کورونو څخه جبري بې ځایه کولو او د ناامنۍ په اړه د ولسي دریځ څرګندول و

په دې جلسه کې پخواني او اوسني د پارلمان غړو، قبایلي مشرانو، دیني عالمانو ، د سیاسي ګوندونو مشران، ټولنیزو شخصیتونو او د وادي تیراه سیمې ګڼ شمېر خلکو برخه واخیسته

د باړه سیاسي اتحاد مشر هاشم افریدي د غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې د ممکنه عملیاتو او جبري کډه کولو مخالفت کوو ځکه چې د امن ساتل ددې هیواد د چارواکو ذمه واري ده

په اعلامیه کې دا هم وویل شول چې په تېرو عملیاتو کې د ژوند ټول نظام ګډ وډ شوی دی، قبایلي ولس اقتصادي او ټولنیز زیانونه لیدلي دي، او د هغو ترخو تجربو اثرات تر ننه د قبایلي ولس په ذهنونو کې ژوندي دي نو ځکه ولس نور د نویو عملیاتو توان نه لري

په اعلامیه کې ی زیاته کړه چې د تېرو عملیاتو په مهال ړنګ شوي کورونو لپاره تراوسه پورې مالي مرستې نه دي شوي او اغېزمن خلک لا هم په بې کوره دي

په اعلامیه کې ټینګار شوې چې چارواکي دې په خپله پالیسي له سره غور وکړي، ځکه چې قبایلي ولس نور د دې ډول تګلارو زغم نه لري. د حکومت چلند له قبایلي ولس سره د خپلو خلکو په څېر نه دی، بلکې د پردیو په څېر دې

اعلامیه کې دا هم وویل شول چې که زمونږ غوښتنې ونه منل شي، نو راتلونکې کې به د تیراه درې نه د پیښور او اسلام آباد تر په لور احتجاجونه پیل کړو

باړه سیاسي اتحاد په یو قرارداد کې د ملک نصیر افریدي، علي وزیر او صمد خان د خوشې کولو غوښتنه هم وکړه، او ویې ویل چې د کمرخېل قبیلې اغېزمن خلک دې بې له ځنډه په عزت خپلو سیمو او کورونو ته واپس ولیږل شي

په یوه بل قرارداد کې په فاټا لس فیصده ټکس په متفقه توګه رد شو، ځکه چې د اسانتیاوو د نشتوالي او کړکیچن حالاتو له کبله نوي ۹۰ سلنه صنعتونه تړل شوي چې له کبله یې زرګونه مزدوران بې روزګاره شوي دي

نور ویناوالو هم په خپلو خبرو کې وویل چې قبایلي ولس وطنپال او پرامنه خلک دي، چې د هېواد لپاره یې قربانۍ ورکړي دي، وینا والو اوویل چې اوس وخت راغلی چې د دوی سره په اییني، ټولنیز او بشري بنیادونو باندې انصاف وشي

جلسه په دې هوډ سره پای ته ورسېده چې ګډونوال به د خپلې ځمکې، کورونو، عزت او حقونو د ساتنې لپاره پرامن خو پیاوړې سیاسي مبارزه کوي او د هر ډول ظلم او جبر پر وړاندې به خپل غږ پورته کوي

Related Articles

په سډني کې د ډزو کوونکو کسانو ویډیو خپره شوې، دوه کسان چې لوی ټوپکونه ورسره دې په عامو خلکو ډزې کوي، یو مسلمان وګړي له یو ډزې کوونکي څخه ټوپک اخلي

December 15, 2025

د پاکستان چارواکي وایي ۲۷م اساسي ترمیم یوازې په اداره کی بدلونونه راولي او د ایټمی کمانډ په چوکاټ کې بشپړ ملکي واک او د ځواکونو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کوي

December 14, 2025

امریکایی جریدې په راپور کې ویلي دي چې افغان طالبانو په بګرام هوایی ډګر کې زړې امریکایی جنګي الوتکې او زغره وال ګاړي یوازې رنګ کړي دي

December 14, 2025

د اسټریلیا چارواکو تر اوسه د مشکوک بریدګر نوم نه دی اعلان کړی، د ټولنیزو رسنیو ناسم او جعلي معلومات رد شوي

December 14, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *