تازه خبرونه

د پاکستان،چين او بنګله ديش دفاعي تعاون د هند لپاره خطره جوړيدي شي،چيف آف ډيفنس سټاف جنرل انيل چوهان

د امريکې خارجه محکمې پاک ۔ هند جنګ بندۍ کښې د صدر ټرمپ کردار نه ادا کولو په حواله د هند واکمنو دعوې رد کړيدي
د پاکستان،چين او بنګله ديش دفاعي تعاون د هند لپاره خطره جوړيدي شي،چيف آف ډيفنس سټاف جنرل انيل چوهان

د پاکستان،چين،بنګله ديش اتحاد هند له خطره ده،انيل چوهان

معرکه حق آپريشن کښې غاښ ماتي شکست او په سفارتي کچ پاکستان په نړۍ کښې يواځې کولو په حواله کوششونه ناکامه کيدو نه پس د هند واکمنو په ميډيا د پاکستان خلاف منفي پروپګنډا شورو کړيده ۔ نوي دلي کښې يوې دستورې ته وينا په مهال د هند چيف آف ډيفنس سټاف جنرل انيل چوهان تور لګولې دے چې پاکستان د چين په مرسته د هند خلاف جوابي کارروائي کړي وه ولې په دې حواله شواهد نه لرو ۔ انيل چوهان وائي چې پاکستان جنګي سامونه او الوتکې د چين نه اخلي او د پنځه کالو دوران ئې 80 فيصد پورې وسله او نور پوځي سامانونه د چين نه درآمد کړيدي ۔انيل چوهان د پاکستان،چين او بنګله ديش ترمينځ اتحاد د هندلپاره خطره ګرځولي ده، انيل چوهان خبردارې ورکړيدے که چرې د دې درې واړو ملکونو ترمينځ سټريټجکي تعاون وشو نو دا به د هند په سيکيورټۍ ډير لوئې اثر پريباسي ۔

پاکستان خلاف بيان بازي او باهمي اختلافات

د هند حکومتي واکمن د پاکستان خلاف بيان بازۍ کښې هم په يو صلاح نه دي، يو حکومتي مشر که يو شان بيان ورکړي نو د بل حکومتي يا پوځي مشر بيان د هغه بيان نه مخالف وي ۔ څو ورځې وړاندې د هند ډپټي آرمي چيف ليفټنټ جنرل راهول يوې دستورې ته وينا په وخت وئيلي وو چې پاکستان د جوابي کارروائيو لپاره د چين نه مرسته ترلاسه کړي وه او د پاکستان جنګي الوتکو چې کوم هدفونه ويشتلي وو د هغه تصويرونه او نور معلومات پاکستان د چين د سيټلائټ نه ترلاسه کړي وو خو د هند چيف آف ډيفنس سټاف انيل چوهان دغه بيان مسترد کړېدے او وئيلي ئي دي چې د چين او پاکستان ترمينځ دفاعي تعاون خو موجود دے ولې دا ممکن نه ده چې چين نيغ په نيغه د پاکستان سره کومک کړي وي ۔دې نه مخکښې د هند واکمنو به دعوي کوله چې پاکستان د جوابي کارروائۍ دوران يوه هم الوتکه نه ده راګوزار کړې ولې وروستو په حکومتي واکمن د خپلو بيانونو نه په شا شوي وو او تصديق ئې کړېدے چې د فرانس نه درآمد کړي شوي رافيل الوتکې پاکستان په نښه کړې وې ۔

امريکې د هند دعوې مسترد کړېدي

د امريکې خارجه محکمې پاک هند تاؤ تريخوالې ختمولو کښې د صدر ټرمپ لخوا کردار نه ادا کولو په حواله د هند د واکمنو دعوې او بيانونه مسترد کړيدي ، ميډيا ته بريفنګ ورکولو په مهال د امريکې د خارجه محکمې ترجمانې ټيمي بروس وئيلي دي چې د صدر ټرمپ د مداخلت نه بغير د پاکستان او هند جهګړه نشوه ختميدې، ټيمي بروس وائي چې صدر ټرمپ څو وارې په دې حواله بيان ورکړيدے چې د دواړو ملکونو ترمينځ ئې جنګ بندي کړيده،د يوې پوښتنې په جواب کښې د خارجه محکمې وياندې ووئيل چې نائب صدر جے ډي وينس د پاکستان او هند ترمينځ د جنګ بندۍ مذاکراتو کښې شامل وو هند له د هغه کردار هم منل پکار دي ۔

Related Articles

اسلام آباد د ډیپلوماټیک مرکز په توګه راڅرګندېږي؛ د امریکا او ایران خبرې د دوشنبې لپاره اټکل کېږي

April 18, 2026

د رحیمه بي بي قضیه د امنیتي ادارو هغه اندېښنې لا نورې هم پیاوړې کوي چې د ترهګرۍ په شبکو کې د ښځو کارول کېږي

April 18, 2026

ایران لا هم له امریکا سره د خبرو بل پړاو نه مني، سیمه کې تاوتریخوالی زیاتېدو اندېښنه شته

April 18, 2026

د قومونو په ژوند کې بدلون راځي؛ موږ هیله لرله، خو داسې ناڅاپي بدلون مو نه و تصور کړی

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *